هنر او ادب

کابل کې د کتابونو ستر نندارتون پرانېسته

کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د بېهقي ریاست له لوري د کتابونو نندارتون پرانېستل شو

دغه نندارتون چې نن شنبه د غبرګولي ۲۰مه پیل شوی او تر راتلونکې یوې اوونۍ به دوام وکړي کابل کې د خصوصي کتاب‌پلورونکو او د یاد وزارت په همکاري جوړ شوی دی.

د یاد نندارتون جوړونکي وايي چې دغه نندارتون کې څه باندې ۱۷۰  خصوصي او دولتي خپرندویو ټولنو ګډون کړی او خپل کتابونه یې نندارې ته وړاندې کړې دي.

کتاب او د مطالعې اهمیت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد معین نجیب‌الله هاشمي مطالعه د افغان ټولنې جدي اړتیا بولي او وايي چې یاد نندارتون به مطالعې او کتاب لوستلو ته د ځوانانو د هڅونې لامل شي.

نوموړي وویل: «یاد نندارتون د ځوانانو او هېواد‌والو لپاره ډېر مهم دی. موږ د هېواد پرمختګ لپاره کتاب ته اړتیا لرو  او اوسنیو شرایطو کې د ورته نندارتون جوړول یو نوښت دی او هغو کسانو چې دا نندارتون جوړ کړی، ستاینه یې کوو.»

د بېهقي خپرندوی ریاست د خصوصي کتاب‌پلورونکو او خپروندیانوو مسوول محمدیحیی وايي، هڅې روانې دي چې د کتاب لوستلو دود لپاره راتلونکې کې هم ورته لوی نندارتونونه جوړ کړي.

نور ولولئ: په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کتاب لوستلو دود پيکه شوی

هغه وویل: «دغه نندارتون له نورو جوړ شویو نندارتونونو څخه توپیر لري. د مطالعې لپاره بېل ځای په پام کې نیول شوی او د ماشومانو لپاره یوه خېمه هم ځانګړې شوې چې د دې نندارتون ځای هم د پېرودونکو جذب لپاره ښه دی.»

بل‌خوا یو‌شمېر هغو خپروندیو چې دې نندارتون کې یې خپل کتابونه نندارې ته ايښيي، وايي، هیله لري چې کتابونه یې وپلورل شي.

د طالبانو په راتګ د چاپ صنعت سقوط ته نږدې شوی

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د کتابونو ډېری خپرندویان د کتابونو چاپ ټیټې کچې او پلور سوړ بازار سره مخ دي چې د خپروندی ټولنې د شمېرو له مخې، په تېرو نږدې دوو لسیزو کې څه باندې ۵۰سلنه خپروندیان د کتابونو نه چاپ او پلور نشتون له امله د دیوالي‌کېدو له ګواښ سره مخ شوي او یو‌شمېر یې له فعالیته لوېدلې دي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دوره کې د پښتو او دري په سلګونو زره کتابونه ولیکل شول، وژباړل شول او چاپ شول. ددې کتابونو پلور په اخره کې ښه بازار درلود، خو کله چې طالبان واکمن شول نو دغه صنعت د سقوط مرحلې ته نږدې شوی دی. د کتاب خپرندویه ټولنو خپل فعالیت درولی یا درېدو ته نږدې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button