هنر او ادب

کابل کې د کتاب دوه ورځیني فیستوال پرانېستل کېدل

اړوند خبرونه: 

د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه

خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د زده‌کړې او لوست کلتور بیا د را ژوندي په هدف د دوشنبې په ورځ د کابل د کتاب فیستوال پرانیست.

دا فیستوال، چې د عامه کتابتونونو د ریاست له‌خوا، د هنر او فرهنګ معینیت تر چتر لاندې تنظیم شوی دی، دوې ورځې دوام کوي.

د پرانیستې پر مهال، د هنر او کلتور مرستیال وزیر، مولوي عتیق‌الله عزیزي، کتابونه “د ژوند لپاره اساسي، وفاداره ملګري او د تمدنونو تر منځ پُل” وبلل.

د هغه په وینا: «هغه ملت چې مطالعه نه کوي، باید د تاریخ ټول درد وزغمي.»

عزیزي ټینګار وکړ چې کتابونه د یو هوښیار او پیاوړي ملت د بیا رغونې لپاره حیاتي رول لري.

عزیزي څرګنده کړه چې وزارت کتابونه یوازې فرهنګي ارزښت نه بولي، بلکې دا د ملي پرمختګ، فکري ودې او د افغانستان د راتلونکي د خوندي کولو لپاره ستراتیژیک وسایل ګڼي.

هغه ژمنه وکړه چې وزارت به د کتاب لیکلو، ژباړې، چاپ، ساتنې او عصري‌کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه د افغانستان د څو لسیزو جګړو او بهرنيو لاسوهنو ته په اشارې وویل: «اوس چې موږ یو ځل بیا د سولې ساه اخلو، په داسې فضا کې د کتاب فیستوال جوړېدا د افغان ولس لپاره د عزت او کلتوري بیا راژوندي کېدا نښه ده.»

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې سیاسي نظریو ته له پامه پرته د افغانستان د فرهنګي او علمي بیا رغونې ملاتړ وکړي.

دا هم ولولئ:  د مطالعې ګټورې لارې چارې او د هغې تاثیر

له بلې خوا، د خپرونو مرستیال وزیر، مهاجر فراهی، د مطالعې د ترویج په برخه کې د حکومت فعال رول وستایه. هغه وویل چې د هېواد دننه د چاپ شویو کتابونو مالیه معاف شوې او پر وارداتي کتابونو د ګمرکي تعرفو کچه ۵۰ سلنه راکمه شوې، چې دا د اسلامي امارت د رهبرۍ له‌خوا د لیکوالانو او خپرونکو ملاتړ ښيي.

فراهی وویل: «کتابونه او مطالعه ملتونه لوړوي.»

ده له افغان لیکوالانو او علماوو وغوښتل چې داسې آثار تولید کړي چې د ځوانانو اړتیاوې پوره کړي او راتلونکی نسل سم لوري ته رهبري کړي.

په همدې مراسمو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، فیستوال وستایه او ویې ویل: «نن ورځ د طبیعي زیرمو یا جیوپولیتیک بحث نه دی، نن د کتابونو ورځ ده — د ملي هویت یوه ریښتینی ستن.» هغې ژمنه وکړه چې ملګري ملتونه به د خپلو ساحوي دفترونو له لارې د مطالعې د ودې په برخه کې د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نور ویناوال، لکه د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمت‌الله منتظر او د کابل د فرهنګي چارو رئیس قاري ولي ګل جواد، هم کتابونه د ویښوونکي ځواک یادونه وکړه او له نړیوالو موسسو یې وغوښتل چې له سیاسي اجنډاوو پرته د افغانستان د کلتوري سکټور ملاتړ وکړي.

د غونډې پر مهال، ګډونوالو د کتابونو، لاسي صنايعو، او هنري آثارو نندارتونونه وکتل، او پر عامه کتابتونونو او د دغه ریاست د لاسته راوړنو په اړه معلوماتي پریزنتیشنونه هم وړاندې شول.

د کابل کتاب فیستوال به تر سبا، سې شنبې، پورې دوام ولري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button