کابل کې د یوه خریه بنسټ له لوري د دوه ویشت جوړو د ډلهییزه واده مراسم تر سره شول
زامن او لوڼې له کلونو راهیسې واده نه کوي
د دغو جوړو کورنۍ وایي، له کلونو راهیسې یې د ناوړه دودونو له امله زامن او لوڼې کوژدن پاتې شوي او د واده د مراسمو د لګښت توان یې نه درلود.دوی له نورو کورنیو هم غواړي چې د ناوړه دودونو مخه ونیسي.
د هر واده او زوم شاوخوا شل زره افغانۍ لګښت راځي
د برنامې ترتیب کوونکی شاهولي وايي: «په هر واده او زوم شاوخوا ۲۰٫۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي او کورني او بهرني خیر غوښتونکي د داسې مراسمو په تنظیمولو کې مرسته کوي. د دغو مراسمو ګډونوال د دا ډول پروګرامونو جوړېدل ستايي. دوی له نورو کورنیو هم غواړي چې د ودونو په مراسمو کې ناوړه دودونو ته شا کړي
نور یی ولوله | د نجونو تړلي ښوونځي؛ دیني عالمانو او حامد کرزي یي یو ځل بیا د پرانیستو غوښتنه کړې
نور یی ولوله | ملګري ملتونو د پکتیکا او خوست زلزلو د لاملونو پیدا کولو لپاره هڅې کوي
یو نوشاه امانالله وايي: «له دې برنامې ډېر زیات خوښ یوو. ډلهییز ودونه ډېر ښه کار دی، بېځایه لګښتونه مخه نیول کېږي. یو بل نوشاه علي سینا وايي: «زه زدهکوونکی یم. خپله نه شم کولای د واده لګښت مې پوره کړم، په همدې خاطر مې په دې برنامه کې ګډون کړ. له کورنیو غواړم چې په دا ډول برنامو کې ګډون وکړي
د ناوې مور سکنیه وايي: «ګراني ډېره ده. ټول بېروزګاره شوي دي. اقتصادي توانايي نهشته. په همدې خاطر زوم نهشي کولای، واده وکړي. د دغو ۲۲ جوړو د واده لګښت د شهدا خیریه بنسټو له لوري چې څه باندې ۴ مېلیونه افغانۍ کېږي، ورکړل شوی دی