کابل کې نړیوال کرکټ لوبغالی؛ د ۴۰ زره نندارچیانو په ظرفیت ستر کمپلکس جوړېږي

کابل کې نړیوال کرکټ لوبغالی د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د پلازمېنې د الوخېلو په سیمه کې جوړېږي. د دې ستر ورزشي کمپلکس د رغولو چارې د سېشنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شوې.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا کمپلکس په ۸۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او شاوخوا ۴۰ زره کسان به پکې د کرکټ د سیالیو ننداره وکړای شي.

کابل کې نړیوال کرکټ لوبغالی کومې اسانتیاوې لري؟
د پروژې په لومړي پړاو کې به درې کرکټ میدانونه، د شپې لوبو لپاره د رڼا سیستم، پویلینونه او احاطوي دېوالونه جوړ شي.
د کرکټ بورډ په وینا، په دغه کمپلکس کې به د لوبغاړو لپاره روزنیز مرکزونه، د رسنیو خونې، د نندارچیانو ځانګړې برخې، جومات، مېلمستون او نورې ورزشي اسانتیاوې هم موجودې وي.

همداراز پلان شته چې د تمرین لپاره سرپټې او خلاصې اکاډمۍ، جېم، طبي مرکز او د موټرو تمځایونه هم پکې جوړ شي.
د افغانستان کرکټ لپاره مهم ګام
شنونکي وایي، کابل کې نړیوال کرکټ لوبغالی د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره مهمه پروژه بلل کېږي، ځکه هېواد له کلونو راهیسې د نړیوال معیار لوی لوبغالي له کمښت سره مخ و.
دوی باور لري، که دا پروژه بشپړه شي، افغانستان به وکولای شي په راتلونکو کلونو کې د نړیوالو او کورنیو سترو سیالیو کوربهتوب ته لا ښه چمتو شي.

د یادونې ده چې د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو، د کرکټ بورډ مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.



