Uncategorized

کالیفورنیا کې ځنګلي اور له کنټرول وتلی او زرګونه کسان له خپلو سیمو وځي

د کالیفورنیا په شمال کې ځنګلي اور له کنټرول وتلی او زرګونه کسان خپلې سیمې پرېږدي

اړوند مطالب:

د پغمان په اورلګېدنه کې ۶تنه مړه او یو میلیون ډالره زیان اوښتي

په کندهار کې اور لګېدنه؛ سوداګر وايي، میلیونونه افغان زیان یې اړولی

د کالیفورنیا په «پاسیفیک پالیسیډ» ځنګلونو کې د شدیدو بادونو له امله رامنځته شوې لویې اورلګېدنې زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی چې دا اورلګېدنه سه‌شنبه د جنورۍ پر ۸مه د لاس انجلس په لوېدیځ کې پر ځایي وخت ۱۰:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.

د راپور پر بنسټ، دا اورلګېدنه د شدید توپان له امله رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د سیمې اوسېدونکو ته د اجباري تخلیې امر صادر شوی دی.

له دې اورلګېدنې وروسته، په کالیفورنیا کې چارواکو بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.

د راپور له مخې، د دې اورلګېدنې له امله ۳۰ زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د لاس انجلس د اوروژنې ادارې چارواکو ویلي چې په سیمه کې شاوخوا ۱۳ زره استوګنیزې ودانۍ له ګواښ سره مخ دي.

راپورونه وايي چې د اور لمن نږدې یو زرو او ۲۰۰ هکتاره ځمکې ته غځېدلې ده.

د یادونې ده چې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې وخت ناوخت د طبیعي پېښو له امله اورلګېدنې پېښېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button