Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمهنړۍ

کاناډا تازه لسګونه نور افغان کډوال انتقال کړي

له افغانستان د ایستلو په بهیر کې کاناډا نور افغانان هم انتقال کړي دي

کاناډايي چارواکي وايي، چې تازه یې تیره ورځ ۳۰۹ نور افغان کډوال انتقال کړي، چې ورسره د هغو افغانانو شمیر، چې د ۲۰۲۱ د اګسټ د میاشتې وروسته دغه هیواد ته رسیدلي نږدې ۳۵ زرو تنو ته رسیدلی دی.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې د چارو وزیر شان فریزرد چهارشنبې په ورځ جولای۱۲(چنګاښ ۲۱) د خپل ټویټر په پاڼه دغه هیواد ته د ۳۰۹ نوو افغان کډوالو د رسیدلو خبر ورکړی دي.

دا هغه کسان کې چې هېواد کې یې له کاناډایانو سره کار کړی

شان فریزر ویلي، چې کاناډا ته په تازه رسیدلو افغانانو کې هغه کسان، چې په افغانستان کې یې د کاناډايي ځواکونو سره کار کړی و او هم د بشري حقونو فعالان او د هغوی د کورنیو غړي شامل دي.

ښاغلي فریزر لیکلي:” د روان کال ترپایه لږ ترلږه د ۴۰ زره افغانانو د بیا میشت کیدو په اړه زمونږ د ژمنې په لړ کې تراوسه نږدې ۳۵ زره افغان کډوال کاناډا راغلي دي”.

دوی په ځانګړو کرایه شوو الوتکو کې انتقال شوي

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې د چارو وزیر دا نه دي ویلي، چې ۳۰۹ افغان کډوال یې له کوم هیواد څخه تخلیه کړي دي. هغه ویلي، چې دا شمیر افغان کډوال په يو ځانګړې کرایه شوې الوتکه کې د کالګري هوايي ډګر ته رسول شوي دي. اوس مهال کاناډا په منظم ډول د ځانګړو کرایه شوو الوتکو په واسطه د پاکستان، تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال دغه هیواد ته انتقالوي.

کاناډايي چارواکو د مۍ ۲۷ (جوزا شپږم) ویلي و، چې له متحده عربي اماراتو څخه دغه هیواد ته به ۱۰۰۰ افغان کډوال انتقال شي.

نور ولولئ: له افغانستان نه د وګړو ایستلو کې د بریتانیا پر خارجه وزارت د بې پروګرامۍ او ګډوډۍ تورونه لګیدلی

دمخه شان فریزر ویلي و، چې د کاناډا د بشردوستانه بیا میشت کیدو پروګرام کې زیاته پاملرنه ښځینه رهبرانو، بشري حقونو ملاتړو، مذهبي اقلیتونو، خبریالانو او نورو هغو افغانانو ته، چې د ګواښونو سره مخ دي کیږي.

ددغه کاناډايي چارواکي د وینا له مخې کاناډا د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوالو ته د پناه ورکولو او په دغه هیواد کې د ځای پرځای کولو باندې کار کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشتې کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي، کاناډا ته انتقال کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button