افغانستان

کانونه که مکتبونه | شاه زلمی

اړوند خبر:

یونیسف غواړي چې افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي له روغتیايي اسانتیاوو سره سم جوړ کړي

په نړۍ کې ډېر هېوادونه شته چې خدای (ج) ورته د طبیعت له اړخه بې شمېره نعمتونه ورکړي دي. خاوره یې له نفت، ګاز، سرو زرو، اوسپنې، الماس او نورو قیمتي کانونو ډکه ده، خو خلک یې له فقر، بېوزلۍ، بې‌ تعلیمي او بې‌ عدالتۍ سره مخ دي.

ولې؟ ځکه چې د شتمنیو واک او اداره د څو زورواکو، انحصارګرو،  او بې‌ مسؤلیته کسانو په لاس کې ده. هغوی د خپل جېب او شخصي واک لپاره کار کوي، نه د ولس د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره. خلک یې محروم پاتې دي، نظام یې کمزوری، اقتصاد یې تباه، او ټولنه یې له ناپوهۍ سره لاس او ګرېوان ده.

څرګنده ده چې یوازې طبیعي زیرمې د یو ملت د پرمختګ تضمین نه شي کېدای.

خو که بلې خوا ته وګورو، داسې هېوادونه هم شته چې نه نفت لري، نه طلا، نه الماس او د طبیعت له نظره یې هم  خاوره  له ډېرو امکاناتو تشه ده.  کله چې د خلکو ژوند ته نظر واچوئ، حیرانېږئ: په لوړه کچه ژوند، پرمختللي روغتیايي او تعلیمي خدمات، قوي اقتصاد، سالم نظام، او رضایت لرونکی ولس.

راز یې په څه کې دی؟

راز یې څرګند دی: زده کړه، پوهه، شعور او انساني پانګه. دوی پرېکړه کړې چې د خپلو اولادونو ذهنونه به په زده کړو روښانه کوي، نه دا چې یوازې د خاورې لاندې زیرمې راوباسي. هغوی دا درک کړې چې تر ټولو ستر کان د انسان عقل، فکر او مهارت دی. ښوونځي، پوهنتونونه، څېړنیز مرکزونه او روزنیزې ادارې یې د ملت د پرمختګ بنسټونه  دي.

زده کړو هغوی ته دا ځواک ورکړی چې خپل هېوادونه په خپل عقل او مټو آباد کړي. له ستونزو سره مقابله وکړي، ځانونه بسیا کړي، اقتصاد غښتلی کړي، او د نړۍ په سیالۍ کې برخه واخلي.

زده کړه هغه شتمني ده چې نه تمامېږي، نه له منځه ځي،  بالکې  هغه خزانه ده چې څومره پرې ولګېږي، همغومره ګټه ورکوي. هېڅ کان هم له تعلیم سره د پرتلې وړ نه دی.

محروم ولسونه که  غواړي چې له فقر، ناپوهۍ، فساد او بې‌عدالتۍ وژغورل شي، نو باید د خپلو ماشومانو پر ذهنونو پانګونه وکړي، نه دا چې  د خاورو لاندې کانونو ته پلتۍ ووهي.

تر ټولو ارزښتمنه پانګه طلا نه ده، بلکې یو پوه، با شعوره او بامسؤلیته انسان دی. ښوونځی یو داسې کان دی چې له هغه پوهه، مهارت، شعور، اخلاص او انسانیت را ایستل کېږي. مکتبونه، پوهنتونونه او روڼ اندي نسلونه هغه زیرمې دي چې یو ملت تل بډای کولی شي.

پر کانونو تکیه کول، پرته له زده کړې، هسې د بې سده خوبونو او  خیالونو تعقیبول دي،  زده کړه د ملت د راتلونکي اساس دی — یوه داسې اساس  چې نسلونه جوړوي، ټولنه روڼا کوي، او هېواد ته عزت وربخښي.

مکتبونو ته لومړیتوب ورکړئ. ځکه کانونه به یو وخت ختمیږي، خو زده کړه به دوام مومي. پوهه تلپاتې ده. پر پوهه پانګونه وکړئ، چې سبا مو ځلانده او ښېرازه شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button