نړیوال خبرونه

کانګرس: د جوبایډن حکومت دې د عسکرو ویستل د قطر تړون د ژمنو عملي کېدو سره مشروط کړي

کانګرس: د جوبایډن حکومت دې د عسکرو ویستل د قطر تړون د ژمنو عملي کېدو سره مشروط کړي داسې وخت کې چې د طالبانو او امریکا تر مابین د امضاء شوي توافق مطابق ټول بهرني فوځیان باید د روان کال د مۍ میاشتې تر اخېره له افغانستانه ووځي،

خو اوسمهال د امریکا کانګرس مشوره ورکړې،چې امریکایي عسکر دې تر هغو چې د سولې خبرې د پام وړ پایله ورکوي له افغانستان څخه نه باسي د متحده ایالاتود کانګرس لخوا د افغانستان د مطالعې ډلې تر نام لاندې جوړ شوي ګروپ چې مشري يې د امریکا د پخواني ارمي چیف جوزف ډانفورډ کوي په خپل راپور کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژر ایستل به په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار جوړه کړي او د القاعده په ګډون بهرنیو ډلو ته به دا فرصت په لاس ورکړي، چې افغانستان کې نور هم په تیزی سره د جنګ شدت زیات کړي وځي.

united states congress

د متحده ایالاتود کانګرس لخوا د افغانستان د مطالعې ډلې تر نام لاندې جوړ شوي ګروپ چې مشري يې د امریکا د پخواني ارمي چیف جوزف ډانفورډ کوي په خپل راپور کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژر ایستل به په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار جوړه کړي او د القاعده په ګډون بهرنیو ډلو ته به دا فرصت په لاس ورکړي، چې افغانستان کې نور هم په تیزی سره د جنګ شدت زیات کړي

یو راپور کې مښکې راغلي، چې د بهرنیو عسکرو د ویستلو د پروسې دوام دې د قطر تړون د ژمنو له تطبیقېدو سره وتړل شي او دا چې «طالبانو خپلې کړې ژمنې عملي کړې نه دي؛ نو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره شرایط برابر نه دي او د خروج نېټه باید وځنډول شی

یادراپورونه داسې حال کې دي، چې د امریکا نوی حکومت وایي، له طالبانو سره کړی تړون بیا ځلې ارزوي او غواړي په ډاګه کړي، چې طالبانو خپلې ژمنې تر کومه بریده پوره کړې دي.افغان حکومت هم په بیا، بیا له امریکا غواړي، چې له طالبانو سره تړون بیا ځلې وارزوي چې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو مخنوی وکړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button