تجارت خبرونه

کاپیسا ولایت کې د ۶۸ پراختیايي پروژو کارونه پیل شوي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي چې د کاپيسا ولایت په «تګاب» ولسوالۍ کې یې د ۶۸ پراختیایي پروژو چارې پیل کړې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دې ۶۸ پروژو چارې نن (سې‌شنبې د حمل ۵مه) پیل شوې دي.

ویل کېږي چې په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي، او عملي کارونه یې نن پیل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې پروژو د چارو د پیل په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست او یو شمېر نورو ځایي چارواکو ګډون کړی و.

تر دې مخکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د لسګونه پراختیایي پرژو د عملي چارو د پیلېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

بلخوا د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو له حکومته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د پراختیايي پرژو د پيل غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې د سرپرست حکومت مسوولینو هم سږ کال په ډېرو ولایتونو کې د اوبو د کوچنیو بندونو او کلیوالي سړکونو د جوړولو ژمنې کړې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button