ژوند او ټولنه

کاپ غونډه کې له اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د ۴۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه

د کاپ په ۲۸مه غونډه کې له اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د ۴۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وشوه

دا غونډه داسې مهال راغوښتل کېږي چې په نړۍ کې ځینې هېوادونه اقلیمي بدلون ځپلې او ځینې تر سخت ګواښ لاندې بلل کېږي چې دې وروستۍ برخې نړیوال هم وارخطا کړې دي.

د دغو ژمنو لویه برخه کوربه هېواد متحده عربي اماراتو وه چې سل میلیونه ډالره کېږي. ، بریتانیا ۷۶ میلیونه ډالر امریکا هم ۱۷ نیم میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده.

ددې غونډې مشري چا کوله؟

د کاپ ۲۸ مشر او د متحده عربي اماراتو د تېلو د دولتي شرکت رئیس، سلطان الجابر د سرمشریزې په لومړۍ ورځ د مرستو په ورکړه کې پرمختګ یو “ځانګړی پړاو” او “ډېر ښه پیل” وباله.

هغه له ګډون والو هېوادونو وغوښتل، ژمنه وکړي چې د اقلیم ککړتیا ژوروالی راکم کړي، د نوې کېدونکې انرژۍ وړتیا درې برابره کولو او د انرژۍ اغېزمنتیا دوه چنده کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

نور ولولئ: اقلیمي بحران؛ د ویتنام (مچو اخیستونکې) ډبرې له منځته تلو په حال کې دي

نور ولولئ: د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه

ښاغلی الجابر زیاتوي: “موږ پوهېږو چې دا د دې سرمشریزې کوربه په توګه د متحده عربي اماراتو مهمه موخه ده.”

د تېلو د لویو شرکتونو ژمنتیا

هغه ویلي، د تېلو او ګازو یو شمېر لوی شرکتونه ژمن دي چې تر ۲۰۳۰ کاله چاپېریال ته د میتان غازو استخراج صفر ته ورسوي. دا موضوع ځکه مهمه ده چې میتان د کاربن ډای اکسایډ پرتله ۲۸ ځله ډېر د نړۍ په تودوخې کې رول لوبوي.

هغه وویل، هېواد یې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره پرمختللو هېوادونو ته د ژمنو شویو پیسو پر وړاندې غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې دا هېوادونه د پرمختګ او د اقلیم په ګټه موضوعاتو ترمنځ یو غوره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش غونډې ته وویل “موږ په ریښتیني وخت کې د اقلیم له سقوط سره ژوند کوو.” د هوا پېژندنې نړیوالې اداې وړاندې تر دي ویلي و، دا کال “په څرګنده توګه” د ریکارډ په کچه تر ټولو ګرم کال دی.

پداسې حال کې چې د بډایه هېوادونو هغه ژمنې چې په ۲۰۲۲ کال کې یې له مخ پر ودې هېوادو سره د کال ۱۰۰ میلیاردو ډالرو اوږد مهالې ژمنه کړې، وه په ښه توګه نه ده ترسره شوې.

وړاندې تر دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي و، په متحده عربي اماراتو کې د اقلیمي بدلون په اړه روانې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي نه دي بلل شوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button