کورني خبرونه

کرزی طالبانو ته؛ د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزی

پخواني ولسمشر کرزي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي

سره له دې چې افغان ملت، افغان سیاسي مشران او نړیوال بنسټونه له طالبانو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل غواړي، خو طالبانو د دریو کالو په تېرېدو لا دغه غوښتنه نه ده منلې.

د افغانستان پخواني ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، چې د هېواد ابا

unama (4)
افغان زده کوونکي

دي او پرمختګ له تعلیم پرته ناشونی دی.

نوموړي یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو لپاره دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

زده کړو ته د اساسي پاملرنې غوښتنه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه د کوچني اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو غوښتنه کړې.

نور ولولئ: افغانستان کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران نیول شوي

نور ولولئ: له ښوونځو د افغان نجونو راګرځول؛ اوس یې مدرسو ته مخه کړې ده

نوموړی غوښتنه کوي، چې د نجونو او هلکانو زده‌کړو ته دې اساسي پاملرنه وشي او ژر تر ژره دې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیستل شي.

نوموړي په خپل دغه پیغام کې ویلي، د هېواد پرمختګ او ابادي له تعلیم پرته ناممکنه ده.

unama (1)

په دې اړه د طالبانو د رژیم بې غوري

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون نړۍوالې ټولنې، ګڼو هېوادونو او افغانانو په یوه خوله په ځلونو له طالبانو زده‌کړو ته د نجونو د اجازې ورکولو غوښتنې کړې؛ خو تر دې مهاله دغه ډله مېلینونو نجونو ته د زده‌کړو د اجازې ورکولو په اړه چوپ پاتې دي او هره پلا یې په دې برخه کې خلکو ته دروغ ویلي.

د طالبانو امیر شیخ هیبت الله اخوندزاده هم په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د هلکانو زده کړو ته به پاملرنه ډېرېږي، خو د نجونو د زده کړو په اړه یې په اختریز پیغام کې هېڅ اشاره نه ده کړي.

طالبانو له راتګ مخکې په دوحه له نړیوالو سره منلې وه چې دوی به د نجونو د زده کړو مانع نه ګرځي، خو کله چې واک ته ورسېدل، نو د نجونو پر مخ یې د زده کړو دروازې وتړلې.

طالبانو د ټولو اسلامي هېوادونو او نړۍ خلاف روان دي. خلک وايي، ټوله نړۍ نجونو ته د زده کړو حقوق ورکوي، خو طالبان ولې له ولس دغه حقوق اخلي.

د یادونې وړ ده چې ډېری هېوادوال د لوڼو د زده کړو په خاطر له هېوادوه ووتل او نورو هېوادونو ته کډه شول.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button