ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

کرونا ویروس:ماسک بايد په څومره وخت کې لرې کړو؟

ماسک چې د کرونا ویروس نه بغیر هم خلک استعمالوي او خپل ځان د ناروغۍ نه ورباندې محفوظ ساتي. اوسمهال د کورونا ويروس له امله د مخ ماسک تقاضا زياته شوې ده او خلک ماسکونه په هره بيه اخلي، خو هر څوک بيا د خپلې وسې سره سم ماسک اخلي او خپل مخ پرې پټوي. د راپورونو په وېنا، روغتياپالانو د کورونا څخه د خونديتوب لپاره ماسک په مخ کول لازمي ګڼلي دي، تر څو خلک له ويروس خوندي شي، خو يوازې ماسک او په خوندي ماسک کې بيا لوى توپير شته.

ماسک يو وخت د ويروس نه د خونديتوب په برخه کې ناکامېږي او دا هغه وخت وي چې بايد تاسې خپل ماسک بدل کړئ، يا هم همدغه ماسک ووينځئ او بيا يې وکاروئ. که په ماسک باندې لاندې نښې يا علامې وې نو بيا مو خپل ماسک ژر تر ژره بدل کړئ.

که چېرته په تاسې کې د کورونا ويروس نښې راښکاره کېږي، نو تاسې ته پکار ده چې ژر تر ژره مو خپل ماسک بدل کړئ، تر څو ځان او کورنۍ مو د کورونا څخه خوندي کړئ، يا بيا دغه ماسک پاک ووينځئ او له وچولو وروسته يې وکاروئ.

که تاسې چېرته په کوم روغتون کې د کوم ناروغ پوښتنې ته ورغلي يئ، يا د يو داسې کس سره نږدې يئ چې ستاسې پرې شک وي چې هغه کس کې د کورونا نښې دي، نو بيا د ځان د خونديتوب لپاره مو ماسک بدل کړئ.

کورونا ويروس په دروازو، په بازار کې د سودا اخيستلو پر مهال، او نورو شيانو باندې کېداى شي، نو تاسې چې داسې هر يو څه ته لاس يوسئ او بيا هغه لاسونه مو ماسک ته وروړئ، نو له دې وروسته بايد چې ماسک بدل کړئ يا هم دغه ماسک مو ژر تر ژره ووينځئ او له وچولو وروسته يې وکاروئ.

له ټولو هیوادولو نه هیله کیږي چې باید ماسک واچوي که بیروی راوځي او که داسې ځایونو ته ځي چې هلته ګنړه ګوړه زیاته وي. او با هم د مریض پوښتنې ته ځي باید ماسک واچوي که ماسک وانه چوي نو دويی په دغه ناروغۍ اخته کیدایشي او دغه ناروغي بیا نورو وګړو ته هم زر انتقالیدایشي او زیات انساني فاجعې رامنځته کیدایشي. د یادونې وړ ده چې ماسکونه په بازارونو کې ډیر ګران پلورل کيږي او ډیر په کم مقدار کې پلورل کيږي نو مونږ کولۍ شو چې په کورونو کې له ټوټې څخه جوړ کړو او استعمال یی کړو.د ټوټې ماسک یوه فایده دا ده چې مونږ او تاسو کولۍ شو چې دغه ماسکونه ومینځو او لمر ته یی خپاره کړو او بیا یی استعمال ته چمتو وساتو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button