کرکټ؛ اسټراليا د شپږم ځل لپاره نړیوال جام یووړ
اسټرالیا د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام له هند څخه وګاټه او دا شپږم ځل دی چې نړیوال کپ وړي
د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال پایلوبه کې اسټراليا کوربه هند ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۲۳ کال د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام يې وګاټه.
په دې لوبه کې اسټراليا د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه. هند د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه چې اسټراليا د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله وروستۍ لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله
دا شپږم ځل دی چې اسټراليا د کرېکټ يو ورځنيو لوبو نړيوال جام ګټي. هند بيا دوه ځله دغه اتلولي په خپل نامه کړې ده.
د اسټرالیا ټیم لومړی توپاچونه ښه پرېکړه وه
اسټرالیا د لومړۍ توپ اچونې له غوره کولو وروسته ثابته کړه چې پرېکړه یې سمه وه ځکه سیاله لوبډله یې نه ډېر پیاوړی پیل او نه یې وروسته چټکو منډو جوړولو ته پرېښوده.
دغه سيالي چې د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه، شاوخوا ۱۳۰ زره مینه والو له نږدې کتله . لوبې ته د بالیوډ ګڼ مشهور لوبغاړي لکه شاه رخ خان، ډیپیکا پاډوکون او ځینې نور هم ورغلي وو او هندۍ لوبډله يې هڅوله.
د هند د پیل توپ وهونکو د څه چټکې لوبې د پیل هڅه وکړه خو لومړۍ دوه وېکټې یې په لومړیو لسو اورونو کې ولوېدې او ورپسې وخت په وخت نور مشهور توپ وهونکي هم وسوځیدل چې د سترو منډو جوړولو په هدف کې پاتې راغلل.
نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ د افغان لوبډلې کمساري لوبه او ماته
د هند لخوا کېل راهول له احتیاطه ډک بېټېنګ وکړ او په ۱۰۷ بالونو د ۶۶ منډو له جوړولو سره تر ټولو مخکښ دی، په نورو لوبغاړو کې ویرات کوهلي ۵۴ او لوبډلمشر روهېت شرما ۴۷ منډې جوړې کړې.
د روهیت شرما شپږیزې
له شور او ولولو ډکه دغې لوبه کې د هند د پیل توپ وهونکي او لوبډلمشر روهېت شرما یوازې په لومړیو کې درې شپږیزې ووهلې او بیا په لوبه کې تر پایه کوم هندي لوبغاړی د سترو شاټونو په وهلو بریالی نشو.
نور لوبغاړي چې تر دې دمه د نړیوال جام په نورو سیالیو کې ځلیدلې وو د هند لپاره د ډېرو منډو په جوړولو کې ناکامه و او ژر اوټ شول.
د نړیوال جام په پای لوبه کې د اسټرالیا لخوا مېچل سټارک درې، جوش هازلېووډ او لوبډلمشر پېټ کومېنس دوه دوه مهمې وېکټې واخیستې.
د اسټرالیا لوبډلمشر وویل ویشتنځای وچ دی او داسې فکر کوي چې لومړی بالېنګ به یې ښه ثابت شي.
هند په داسې حال کې نړیوال جام وبایله چې له دې وړاندې یې د یاد ټورنمنټ ټولې لوبې ګټلي وې او کومه ماته یې نه وه خوړلې. د ټولو کرکټ پوهانو نظر دا وه چې د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړیوال جام د هند دی او بل څوک یې ترې نشي وړلی.