لوبې خبرونه

کرکټ؛ افغانستان عربي اماراتو ته دویمه ۲۰اوریزه لوبه وبایلله

افغانستان متحده عربي اماراتو ته دویمه ۲۰اوریزه لوبه په ۱۱ منډو وبایلله

په لومړي لوبه کې چې تېره ورځ تر سره شوه، افغانستان متحده عربي اماراتو ته په لوی توپیر ماته ورکړه، خو نن افغانستان بیا د اماراتو پر وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو د لړۍ دويمه سيالي امارتو په ۱۱ منډو وګټله.

متحده عربي اماراتو لومړۍ د بتینګ کولو فیصله وکړه

متحده عرب اماراتو د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه خو افغانستان ونتوانېد چې پوره يې کړي.

د افغانستان لپاره قيس احمد او عظمت الله عمرزي هر يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول. فضل الحق فاروقي او محمد نبي بيا يوه يوه وېکټه واخيسته.

نور ولولئ:  نور احمد لکڼوال که د الماسو غمی؟

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

د اماراتو لپاره ايان لکرا تر ټولو ډېرې (۶۳) منډې وکړې. د ده تر څنګ لوبډلمشر محمد وسيم ۵۳ مندې جوړې کړې.

د افغان لوبغاړو نننۍ بیټینګ په زړه پورې نه و

د افغانستان لپاره محمد نبي۴۷، حضرت الله ځاځي ۳۶، رحمان الله ګوربز ۲۱، قيس احمد ۱۸ او نجيب الله ځدراڼ ۱۲ منډې وکړې.

د دغو لوبو د لړۍ په لومړۍ سيالۍ کې افغانستان متحده عرب اماراتو ته په ۷۲ منډو ماته ورکړې وه. تر دې وړاندې يې دوه تمريناتي لوبې هم ترې ګټلې وې.

په تېره لوبه کې رحمان الله ګوربز په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې په ۵۲ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې چې دا يې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې لومړنۍ سليزه وه.

افغانستان د دغو لوبو د لړۍ له پیلېدو يوه ورځ وړاندې سکواډ اعلان کړ چې د ابراهيم ځدارڼ په مشرۍ په کې رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځي، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزي، کريم جنت، قيس احمد، نور احمد لکڼوال، نوين الحق او فضل الحق فاروقي ته ځای ورکړل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ د ډسمبر پر ۲۵ مه پر دريو افغان لوبغاړو مجيب الرحمان، نوين الحق او فضل الحق فاروقي يو لړ بنديزونه ولګول خو دوې ورځې وروسته یې د يوې اعلاميې په خپرولو سره نوين الحق او فضل الحق فاروقي ته د متحده عرب اماراتو پر وړاندې لوبډله کې ځای ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو لوبډله کې اکثره لوبغاړو پاکستانیان او هندوان لوبېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button