لوبېلوبې خبرونه

کرکټ؛ افغان لوبډلې له اماراتو ۲۰اوریز سریز په خپل نوم کړ

افغان لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډله پرېنښوده چې له ۱۲۷ ډېر هدف افغانستان ته ورکړي

افغان کرکټ لوبډلې یو ځل بیا بې ساري لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ددې سریز په وروستۍ لوبه کې یې د متحده عربي اماراتو لوبډله ماته او ددې ۲۰اوریز سریز جام یې د افغانستان په نوم کړ.

د افغانستان او متحده عرب امارتو تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کې افغانستان اماراتو ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه او له دې بريا سره يې د لوبو لړۍ په خپل نامه کړه.

ټاس یا پچه لومړی د اماراتو ټیم وګټله

اماراتو د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په ۱۹ اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د افغانستان لپاره نوين الحق څلور، قيس احمد دری او عظمت الله عمرزي دوې وېکټې واخيستې.

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: کرکټ؛ افغانستان عربي اماراتو ته دویمه ۲۰اوریزه لوبه وبایلله

په توپ وهنه کې بيا حضرت الله ځاځي تر ټولو ډېرې ۳۶ منډې وکړې. د ده تر څنګ نجيب الله ځدراڼ ناسوځېدلې ۲۸، لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ ۲۳، رحمان الله ګوربز ۲۰ او عظمت الله عمرزي ۱۶ منډې جوړې کړې.

د متحده عربي اماراتو د لوبډلې لوبه

د اماراتو لپاره بيا محمد وسيم ۲۷، علي نصير ۲۱ او محمد جواد الله ۱۳ وکړې. د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ افغانستان او دویمه اماراتو ګټلې وه.

د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان له لوري د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، دروېش رسولي، شرف الدين اشرف، قيس احمد، نوين الحق او فضل الحق فاروقي ولوبېدل.

د دغو لوبو د لړۍ په لومړۍ سيالۍ کې رحمان الله ګوربز په ۵۲ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې چې دا يې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې لومړنۍ سليزه وه.

تر دغو لوبو وړاندې د افغانستان او اماراتو تر منځ دوې يوه ورځنۍ لوبې تمريناتي لوبې وشوې چې دواړه افغانستان وګټلې.

افغانستان د دغو لوبو د لړۍ له پیلېدو يوه ورځ وړاندې سکواډ اعلان کړ چې د ابراهيم ځدارڼ په مشرۍ په کې رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځي، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزي، کريم جنت، قيس احمد، نور احمد لکڼوال، نوين الحق او فضل الحق فاروقي ته ځای ورکړل شوی و.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ لوبډله د ۲۰۲۳ کال په ۵۰اوریز نړیوال جام کې هم خورا غوره لوبډلې له پښو غورځولې وې او لوبې یې ترې په خپل نوم کړې وې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button