لوبې

کرکټ؛ نن افغان لوبډله له متحده عربي اماراتو سره د ۲۰اوریز لوبو سریز پیلوي

ددې لوبو لپاره بېګاه ناوخته لوبډله اعلان شوه چې له بندیز سره مخ مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق هم په کې دي

تمه ده، چې نن جمعه د (مرغومي ۸مه) د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې او متحده عربي اماراتو لوبډلې تر منځ د درې شل اوریزو لوبو سریز پیل شي.

خو ددې سریز د ترسره کېدو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ بېګاه تر ناوخته لوبډله نه وه اعلان کړي او د لوبډلې د اعلان د ځنډېډو لامل هم نه دی معلوم.

له بندیز سره مخ لوبغاړو ژمنتیا

بېګاه ناوخته د ابراهیم ځدراڼ په کپتانۍ د همدې لوبو لپاره سکواډ اعلان شو چې هغه لوبغاړي هم په کې شامل دي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ ورڅخه د مرکزي قرارداد حق اخیستی و.

له بندیز سره مخ لوبغاړو په تړاو کرکټ بورډ په خپاره کړې اعلامیه کې ويلي چې دوی له کرکټ بورډ سره خپله ژمنتیا ښکاره کړي او د همدې لوبو د ترسره کېدو لپاره یې چمتوالی ښودلی دی.

خو ځینې راپورونه وايي چې افغان لوبغاړو تل ژمنتیا ثابته کړې او د افغانستان لپاره یې د کرکټ په ډګر کې اتلولۍ راوړي دي.

له متحده عربي اماراتو سره پلان شوي لوبې

د افغانستان کرېکټ بورډ د روان کال په جولای میاشت کې له متحده عربي اماراتو سره د درېیو شل اوریزو او دوه یو ورځنیو تمریناتي لوبو لوبلړۍ ترسره کېدو خبر ورکړی و.

د دغه لوبلړۍ دوه یو ورځنۍ تمریناتي لوبې د دوشنبې او چهار شنبې په ورځو ترسره شوې او دواړه لوبې افغان لوبډېي وګټلې.

نور ولولئ: کرکټ؛ اسټراليا د شپږم ځل لپاره نړیوال جام یووړ

نور ولولئ: کرکټ؛ د افغانستان تنکیو زلمیو نیپال ته ماته ورکړه

د درې شل اوریزو رسمي لوبو لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ په شارجه نړۍوال لوبغالي کې پیلیږي؛ خو تر دې دمه د افغانستان کرېکت بورډ د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.

بل خوا د کرېکټ بورډ له لورې د افغان لوبډلې د شل اوریزو لوبو مسلکي درې لوبغاړو بندیز په اړه اندېښنې هم په خپل ځای پاتې دي او ډېری خلک د کرېکټ بورډ دغه پرېکړه د افغان لوبډلې د کمزوره کېدو په مانا بولي.

افغانستان د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې له هندوستان سره هم د درېیو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.

د یادونې ده چې پر لوبغاړو د بندیز په پرېکړه کې د افغانانو له لوري د افغانستان پر کرکټ بورډ سختې نیوکې وشوې او دوی ویل چې افغان لوبغاړو د افغانستان نوم او حیثیت ته درناوی کړی او دا پرېکړه یوه شخصي توطیه وه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button