لوبې

کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ د ترسره کولو اعلان وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړل شوی دی، چې سږکال به د شپږیزې کرکټ لیګ د اتم پړاو سیالۍ ترسره کوي. دا اعلان وروسته له هغې شوی دی، چې د شپږیزې په تړاو د لوبډلو د مالکینو او کرکټ بورډ چارواکو ترمنځ ناسته شوې ده.

د کرکټ بورډ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: ((د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او شپږیزه کرکټ لیګ لوبډلو د امتیاز لرونکو د ګډې هوکړې له مخې پرېکړه وشوه چې اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ به د روان کال په جولای میاشت کې ترسره شي.))

په دغه خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: ((په همدې تړاو نن د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د ادارې د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان، د شپږیزه کرکټ لیګ د اجراییوي کمېټې د غړو او اتم پړاو د ګډون کوونکو لوبډلو د امتیاز لرونکو ترمنځ غونډه ترسره شوه چې پکې په ګڼ شمېر مواردو خبرې اترې وشوې.))

نور یی ولوله | اسلامي امارت د بهرنیو ډلو شتون په اړه د م.م راپور بې‌بنسټه وباله

دوی همدا راز د ډرافټ مراسمو په اړه وايي: ((د یادونې وړ ده چې د دې سیالیو لپاره د لوبغاړو د پېرلو یا ډرافټ مراسم به هم په نږدې راتلونکي کې ترسره شي چې نېټه او نور اړوند معلومات به یې ډېر ژر له تاسې سره شریک شي.))

د یادولو وړ ده، چې د شپږیزې کرکټ لیګ چې تېر کال ترسره نه شو، لامل یې دا و، چې د اګست په میاشت کې افغان حکومت سقوط وکړ او له هغه وروسته هر څه په ټپه ودرېدل، چې کرکټ بورډ بیا ونه شول کولای، تېر کال د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ ترسره کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button