لوبېلوبې خبرونه

کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله وروستۍ لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله

په دې نړیوال جام کې افغان لوبډلې خارق العاده رول ولوباوه او نړیوال یې حیران کړل

د نورو نړیوالو جامونو په پرتله د کرکټ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې افغان لوبډله ډېره ښه ولوبېده او دا جام د دوی لپاره د ډېرو لاسته راوړنو یو جام و. دوی په دې لوبو کې پاکستان، انګلنډ، سریلانکا او نورو لوبډلو ته ماته ورکړه او له هغه چا سره یې خورا ښې لوبې وکړې چې دوی ورته بایللي دي.

د افغان لوبډلې وروستۍ ۹مه لوبه

په دې وروستۍ لوبه کې سوېلي افریقا افغانستان ته په ۵ ویکټو ماته ورکړه او لوبه یې ترې وګټله.

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۲ سیالۍ کې سوېلي افریقا په ۵ ویکټو د افغانستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۴۴ منډې وکړې.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ د افغان لوبډلې کمساري لوبه او ماته

سویلي افریقا په ۴۷.۳ اور کې د ۵ ویکټو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه.

په افغان لوبغاړو کې عظمت الله عمرزي ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان او سوېلي افریقا دا سیالي د هند په احمد اباد ښار کې ترسره شوه.

د افریقايي لوبډلې د لوبغاړو لوبې

د سویلي افریقا توپ اچوونکي جارلد کوټزي ۴ ویکټې، لانجي اینګیډي او کیشف ماهراج دوه دوه ویکټې او اندیلي فلیکوایو یوه ویکټه واخیسته.

د سویلی افریقا توپ وهونکو کې راییسي وانډرسن ۷۶ او اندیلي فلیکو ۳۹ د ښې ملګرتیا تر څنګ یې تر ټولو ډېرې منډي وکړي او ناټ اوټ یا نا سوځیدلي پاتې شول.

افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي او راشد خان دوه دوه ویکټې او مجیب الرحمن یوه ویکټه واخیسته.

نور ولولئ: کرېکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې لومړی توپوهنه کوي

راییسي وانډرسن د لوبې غوره لوبغاړی شو. سویلي افریقا مخکې نیمه پایلوبې ته لار موندلې او افغانستان له پایلوبې پاتې شو.

په ګروپي پړاو کې د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبې وې.

نړیوال مباصرین وايي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله ډېر ښه راتلونکی لري او په چټکۍ سره نړیوال جام ته د لارې خنډونه غوڅوي او مخ پر وړاندې ځي.

په افغان لوبډله کې نوي ځوانان په نړیواله کچه بهترین لوبغاړي دي چې د کرکټ په نړۍ کې یې د خلکو پام ځان ته اړولی دی او ډېری مبصرین د دوی وړتیاوې ستایي.

وبه لیدل شي، چې افغان لوبغاړي به په کرکټ کې نور څه ډول ځلېږي او هېواد ته به نورې کومې بریاوې په برخه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button