لوبېلوبې خبرونه

کرکټ نړیوال جام؛ د افغان لوبډلې کمساري لوبه او ماته

افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې کمساري لوبه وکړه او د ماتې تر پولې یې ورسول، خو له اسټرالیا سره جانس یاري وکړه

افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او اسټرالیا ته یې د ۲۹۲ منډو هدف ورکړ چې دا یو ښه ټارګېټ بلل کېږي.

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په نهه دېرشمه کسمارې لوبه کې افغانستان اسټرالیا ته لوبه وبایلله.

د اسټرالیا نژدې اووه لوبغاړي په ۹۰ منډو سوځېدلي وو خو ګلېن مکسوېل د لوبې تر پایه ودرېد او دوه سلیزې يې وهلې.

د مکسویل غوره لوبه کول

که څه هم نوموړی د لوبې پرمهال نګوښېده او منډې یې نه شوی کولای، خو بیا هم د لوبې تر پایه پاتې شو. د اسټرالیا دغه لوبغاړي تر ډېره په څلورېزو او شپږیزو تکیه کوله. نوموړي ۲۱ سلیزې او ۱۰ شپږېزې ووهلې.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د مکسوېل سلیزو افغانستان ته سرخوږی جوړ کړ او افغانستان لوبه وبایلله. د اسټرالیا د پرلپسې وېکټې له غورځېدو وروسته، د افغانستان د ګټلو چانس نژدې ۹۵ سلنو ته لوړ شو.

د افغان لوبغاړو ښه لوبېدل

د افغانستان په لوبډله کې، ابراهیم ځدراڼ لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د نړیوال جام په یو ورځنیو لوبو کې یې د افغانستان لپاره سلیزه وکړه او ریکارډ یې جوړ کړ.

نوموړی د لوبې تر پایه ونه سوځېده او ۱۲۹ منډې یې وکړې. ابراهیم درې شپږیزې او اته څلوریزې ووهلې.

ابراهیم ځدراڼ او یو شمېر نورو لوبغاړو تر دې وړاندې په نورو لوبو کې سلیزې کړي خو په نړیوال جام کې یې دا لومړنۍ هغه ده.

راشد خان، عظمت الله عمرزي او نوین الحق هر یوه یې دوه دوه وېکټې واخیستې.

نور ولولئ: کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان او اسټرالیان لوبه پیل شوه

د راشد خان او ځدراڼ ملګرتیا خورا مهمه وه. راشد خان په ۱۸ منډو ۳۵ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. نوموړي درې شپږیزې او دوه څلوريزې ووهلې.

د لوبې تر پنځه ویشتم اوور وروسته د افغانستان ټولې منډې ۱۲۲ دي او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

رحمت شاه خپل وېکټ د ۳۰ منډو جوړولو وروسته له لاسه ورکړه. رحمن الله ګربز په ۲۱ منډو اوټ شو.

په افغان لوبډله کې یوازې یو بدلون راغلی و او د فضل الحق فاروقي پر ځای نور احمد لکڼوال ته ځای ورکول شو و.

د یادونې وړ ده چې افغانستان له دې وړاندې د پاکستان په ګډون درې لوبډلې ماتې کړي وې او افغان لوبډله وايي پر راتلونکې لوبې پام ټول ساتي چې جنوبي افریقا سره ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button