لوبې

کریم جنت اخر ولې په ۱۱ کسیز نوملړ کې اخیستل کېږي؟

افغانستان له سریلانکا سره لوبه وکړه

په اسیا جام کې افغانستان په لومړي راونډ کې له سریلانکا او بنګله دیش سره لوبې ترسره کړې، چې په دواړو لوبو کې یې بریا خپله کړه، خو د افغانستان په ۱۱ کسیز نوملړ کې کریم جنت هم اخیستل شوی و، چې په دواړو لوبو کې یې نه هم توپ اچونه ترسره کړه او نه هم ورته د توپوهنې وار ورسېد.

خو کریم جنت بیا هم په دواړو لوبو کې ولوبېده. کریم جنت چې د توپ اچونې الراونډر دی، چې دومره باور پرې نه شي کېدای شي چې توپ اچونه ترسره کړي، نو بیا ولې په یوولس کسیز نوملړ کې اخیستل کېږي او د یو بل وړ او غوره لوبغاړي ځای پرې نیول کېږي؟ کریم جنت نه هم د سریلانکا پر وړاندې او نه هم د بنګله دیش پر وړاندې توپ اچونه ترسره کړې ده او نه هم ورته د توپوهنې وار رسېدلی دی، نو ایا پکار نه ده، چې د هغه پر ځای یو بل وړ توپوهونکي ته په یوولس کسیز نوملړ کې ځای ورکړل شي؟

کریم جنت د افغانستان لپاره تراوسه پورې ۳۸ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې هغه ۳۱ ویکټې اخیستي دي او همدا راز ۳۴۵ منډې یې  کړې دي، چې اوسط یې ۱۷.۲۵ دی او سټرایک رېټ یې بیا ۱۱۳.۴۸ دی. بلخوا بیا عظمت الله عمرزی هم په دواړو لوبو کې لوبېدلی دی، خو په دواړو لوبو کې یوازې ۱-۱ اور ورکړل شوی دی، دا د یوه ځوان الراونډر لوبغاړي لپاره ښه خبره نه ده، چې هغه ته توپ اچونه نه ورکول کېږي.

نور یی ولوله | ایا افغان لوبډله به هند او پاکستان ته سر خوږی جوړ کړي؟

نور یی ولوله | ايشيا کپ: پاکستان او هانګ کانګ نن سره مخا مخ کیږي

عظمت الله عمرزی وروستۍ لوبې ته راوړل شو

د بنګله دیش پر وړاندې تاسې ولیدل، چې عظمت الله عمرزی د لوبې وروستي اور ته راوستل شو، دا داسې وخت وي، چې که توپوهنې ته هر توپوهونکی ولاړ وي، هغه یوازې او یوازې د غټو شاټونو وهلو هڅه کوي او عظمت الله عمرزي بیا په دغه اور کې یوازې ۷ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې هم د منډې پر مهال (رن اوټ) وسوځاوه.

له هغه مخکې د سریلانکا پر وړاندې عظمت الله عمرزي ته په لوبه کې یوازې یو اور ورکړل شو، چې هغه پکې ۲۰ منډې ورکړې، خو بیا بل کوم اور ورنکړل شو، دا خو لازمي نه ده، چې په یو اور کې یو لوبغاړی معلوم شي، چې هغه ښه توپ اچونه کوي او که یې نه کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button