نړیوال خبرونه

کریم خلیلي عمران خان، جنرل باجوه او قرېشي سره په افغان سوله ليدل کتل شوي

کریم خلیلي عمران خان، جنرل باجوه او قرېشي سره ليدل کتل شوي دي د پاکستان ته په سفر کې د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر کريم خليلي د پاکستان د وزیراعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ملقاتونه شوي

دپاکستان هېود رسمي رسنیو پر وینا عمران خان د خليلي سره په ليدنه کې ژمنه څرګنده کړې چې د افغانستان سره دوه اړخيزه اړيکې، او د خلکو په کچه به تجارتي او اقتصادي اړيکې سېوا کوي.ويل کیږي عمران خان ټينګار کړی چې پاکستان به د افغان سولې د پروسې په دوامداره توګه ملاتړ کوي او زياته کړې يې ده پکار ده چې د افغانستان د سولې بېن الافغاني خبرې د زغم سره د هواري په لور لاړې شي.ښاغلي خان ويلي چې پرامنه او باثباته افغانستان به د سيمه ييزه تجارت او اړیکو دپاره لارې پرانيزي.

د پاکستان ارمي رسنیوویلي د جنرل قمر جاوېد سره په ليدنه کې هم د کريم خلیلي سره په دوه اړخیزه شريکه ګټو او افغانستان کې د سولې په اړه خبرې اترې شوي دي.د ايي اېس پي ار ترمخه جنرل باجوه ویلي، په افغانستان کې د سولې مطلب په پاکستان کې سوله ده او باثباته او خوشاله افغانستان چې په امن کې وي نه يواځې د خپل ځان بلکې د ګاونډي پاکستان هم په قامي ګټه دی.

هغه هم د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان د هڅو دوام د ساتلو ويلي او زياته کړې يې ده پاکستان په قطر کې د بېن الافغاني خبرو د دوهم پړاؤ د پېل کېدو او په دغو خبرو کې د شوؤ پرېکړو هرکلی کوي.دواړو خواود افغان سولې مزاکراتو په چټکتیا ټينګار کړی او ویلي ېې دي چې باید ټولې خواوې اوسمهال سولې تخ لومړیتوب ورکړي.

کریم خلیلي عمران خان، جنرل باجوه او قرېشي  سره ليدل کتل شوي دي
کریم خلیلي عمران خان، جنرل باجوه او قرېشي سره ليدل کتل شوي دي

ښاغلي خليلي په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی په قطر کې د افغان حکومتي مذاکراتي ډلې او طالبانو ترمنځ د بېن الافغاني خبرو دوهم پړاؤ خبرې روانې دي.اوسمهال داسې ګونګوسی هم تر غوږونو کیږي.چې ګیني په نږدي راتلونکي کې په اینده نظام باندې خبرې وشي او ډېری رسنی وای چې شاید امریکا او طالبان په یو لنډمهاله حکومت باندې سره رضا شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button