Uncategorized

کریم صادق هغه افغان لوبغاړۍ وو چې په شل اوریزه لوبو کې لومړي منډې جوړې کړې وې

د افغانستان د کرکیټ لوبډلي پخوانی اوپنر(پيلوونکی) لوبغاړی کریم صادق واحد پلیر دۍ ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبدلي لپاره یې په اول حهاني شل آوریزه لوبه کي اوله منډه جوړه کړې وه. دغه خبره هغه په یو پوسټ کې کړۍ وه. او د غې رکارډ ذکر یی پکې کړۍ وو.

د ای سي بي د کرنټین دې په فیسبوک پاڼه کژ خپلو مينه والو ته پوسټونه کوي دوي دغه پوسټونه د مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو ذکرکوي، چي دا ځلي یې د کریم صادق د ریکارډ پکې یاد کړۍ او ستاینه یی کړې ده.

ای سي بي دصادق په رابطه لیکلي:

«د ملي لوبډلې پخوانی پيلونکی توپوهونکی کريم صادق هغه افغان لوبغاړی‌ دی چې‌ د افغانستان لپاره يې په شل اوريزو نړيوالو سياليو کې لومړنۍ منډه جوړه کړې چې دغه غوره کارنامه يې په ۲۰۱۰م کال کې د ايرلنډ پر وړاندې د خپل هېواد په نوم ليکلې ده.»

افغان کرکیټ ملي لوبډلي خپله  لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه په ۲۰۱۰م کال کي د ایرلینډ په وړاندي ترسره کړې وه.

دراپور  له مخي کریم صادق او شفیق الله شفق هغه دوه افغان لوبغاړي وه، چي په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي یې د افغانستان لپاره د توپوهني پيل وکړ او لومړۍ منډه کریم صادق جوړه کړه. هغه لوبه کي افغان لوبډلي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلینډ ته د ۱۲۲ منډو هدف ټاکلی وو، چي وروسته ایرلینډیانو یاد هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د ۵ ویکیټو په توپیر ماته ورکړه.

دا هم ولولئ:  امریکا د افغانستان په ګډون نړیوالې مرستې درولي دي
کریم صادق هغه افغان لوبغاړۍ وو چې په شل اوریزه لوبو کې لومړي منډې جوړې کړې وې

افغانستان له هغه راوروسته تر دې دمه ۸۱ نړیوالي شل آوریزه لوبي ترسره کړي، چي له ډلي یې ۵۵ ګټلي، خو ۲۵ یې بیا بایللي دي.

ملي لوبډله د شل آوریزه ميجونه په  نړیواله نمبرو کي پخوا په اووم نمبر کي وه، خو تېره هفته د میجونو نه درلودلو او نه کولو له وجې لسم  نمبر ته راټيټ شو.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button