سپورټ

کرېکټ؛ افغان ملي لوبډلې له بنګله‌دېش څخه یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله

اړند خبر:

کرېکټ؛ د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش برخلیک نن ټاکل کېږي!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې یو ورځنۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هم د بنګله‌دېش ملي لوبډلې ته د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یې د افغانستان په نوم کړه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې په برخه کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او د ۴۳ اورونو په لوبولو بنګالۍ لوبډلې ته ۱۹۱ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دویم اېننګز کې بنګالۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو اېله ۱۰۹ منډې جوړې کړای شوای او دویمه لوبه یې هم افغانستان ته وبایلله.

د توپ اچونې په برخه کې دوو افغان لوبغاړو «راشد خان» پنځه وېکټې او «عظمت عمرزي» درې وېکټې ترلاسه کړې، او مقابله لوبډله یې له ۱۰۹ زیاتو منډو جوړولو ته پرېنښودله.

د توپوهنې په برخه کې افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۹۵ منډې جوړې کړې، او د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د روانې یو ورځنۍ لوبلړۍ درېیمه لوبه راتلونکې سې‌شنبې (اکتوبر ۱۴مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button