لوبې خبرونه

کرېکټ؛ افغان ۱۹ کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په ۱۶۹ توپیر ماته ورکړه

د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ لوبه افغان لوبډلې په ۱۶۹ منډو وګټله

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۵ وېکټو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه. متحدو عرب اماراتو لوبډلې بیا د لوبې په ۴۶ اوور کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ۱۹۰ منډې وکړې او لوبه یې بایلوده.

اتهان ډي سوزا د متحدو عربي اماراتو لپاره له ۷۶ توپونو ۵۵ او ارین سکسېنا له ۴۰ توپونو ۴۰ منډې ترلاسه کړې.

تر دې مهاله د افغانستان نورستاني عمرزي او نظیف امیري، دوې – دوی او خاطر ستانکزي او نصیر خان معروف خېل یوه – یوه وېکټه ترلاسه کړې وه.

د افغان لوبغاړو غوره لوبه

له دې مخکې د افغانستان په ګټه فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلي او عزیر الله ۳۷ منډې جوړې کړې.

دا د افغانستان کرېکټ نولس کلنو لوبډلې د درې اړخيزې لوبلړۍ درېیمه لوبه ده.

دغه لوبې د متحده عرب اماراتو په کوربتوب ترسره کېږي. د نننۍ هغې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه کړې ده.

نور ولولئ: کرېکټ؛ افغانستان ۱۹ کلنو د پاکستان لوبډله ماته کړه

نور ولولئ: کرېکټ؛ افغان ملي لوبډلې له بنګله دیش سریز په خپل نوم کړ

نور ولولئ: افغان ملي اتلان او بنګله دیش نن برخلیک ټاکونکي لوبه کوي

تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلې توپوهونکي فیصل خان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې روانه لوبه کې خپله سلیزه پوره کړه.

لوبډلمشر محبوب تسکین د متحده عربي اماراتو پر وړاندې په روانه لوبلړۍ کې لومړۍ سلیزه وکړه.

په افغان لوبډله کې موجود لوبغاړي

د افغانستان له لوري په دې سيالۍ کې د محبوب خان په مشرۍ عزيز خان، برکت ابراهيمزی، فيصل خان، حمزه عليخېل، عزت خان بارکزی، نظيف الله اميري، نصرت نورستانی، نصيرخان، خاطر ستانکزی او حفيظ الله ځدراڼ غوره شوي دي.

دغه درې اړخیزې سیالۍ د افغانستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ پیل شوې، چې د نومبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.

د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ وه چې پاکستان په لسو وېګټو ګټلې وه.

په دويمه لوبه کې بيا افغانستان پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماته ورکړې وه.

په دې سيالۍ کې افغان لوبغاړي ښه ځلېدلي وو، فیصل خان په کې د سليزې په وهلو سره ۱۲۳ منډې وکړې او محبوب تسکين پنځوسیزه بشپړه کړه. برکت الله ۳۶، نظیف الله ۳۱ او حمزه علي خېل ۲۳ چټکې منډې ترسره کړي. د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۳۰۶ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۳۰۷ منډې هدف وټاکه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button