سپورټ

کرېکټ؛ ګربز له خپلې لوبډلې سره یو ځای شو

د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ په اته لوبه کې امو نهنګان لوبډله له مس عینک سره مخ ده. د مس عینک لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د خپلې لوبډلې سره یو ځای شو او نن به د امو نهنګانو پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

امو نهنګان لوبډلې د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو د اتمې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د مس عینک اتلانو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د مس عینک لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د خپلې لوبډلې سره یو ځای شو او نن به د امو نهنګانو پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

له ګربز سربېره صدیق اتل، محمد نبي، ابراهیم ځدران او یو شمېر نور لوبغاړي یې له لوبډلو سره یو ځای شوي دي.

د ځینو غیر رسمي سرچینو په حواله راشد خان به هم راتلونکو لوبو کې خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.

د نن ورځې په اوومه لوبه کې د بند امیر ښاماران لوبډلې له خپل ۱۹۳ منډو څخه په دفاع وکړه او سپین غر پړانګان لوبډلې ته یې د ۱۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دغې لوبډلې په ګټه صدیق‌الله اتل ۷۵، محمد شهزاد ۳۹ او لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي ۳۰ منډې جوړې کړې. له بلې خوا سپین غر پړانګانو په ګټه شمس الرحمن ۳ او فریدون داودزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دې توګه بند امیر ښاماران لوبدلې په روانو سیالیو کې خپله دویمه بریا خپله کړه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button