کورني خبرونهلوبې

کرېکټ بورډ: میلپ پرادیپ کمار میوادا د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې نوی روزونکی شو

افغان کرېکټ بورډ د توپوهنې لپاره نوی روزونکی ګمارلی او کېدای شي چې افغان توپ اچونکې نور هم ښه شي

هندی میوادا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر کولا درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په موخه په سریلانکا کې د افغان اتلانو له تمریناتي کمپ سره یوځای شوی.

میوادا اوس د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ.

میلپ پرادیپ کمار میوادا کرکټ کې تجربه لري

ویل کېږي ښاغلي میلپ پرادیپ کمار میوادا له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۵م کال پوري د باروډا او وېسټ زون لوبډلو لپاره سیالۍ ترسره کړي دي.

نوموړي ۱۱ فرسټ کلاس او ۲۶ لېسټ اې سیالیو کې د وېکېټ کیپر په توګه ۶۷ کېچونه او ۱۲ سټمپونه ترسره کړي دي.

نور ولولئ: افغان کرکټ بورډ د پاکستان خلاف لوبډله اعلان کړه

افغان کرېکټ بورډ وايي: «میلپ د روزونکي په توګه د پخې تجربې مخینه لري، هغه د حیدراباد ایالت د کرېکټ ټولنې منتخبې لوبډلې، چهاتیسګړ ایالت سنګ لوبډلې او جمو کشمیر کرېکټ ټولنې سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.»

کرکټ ملي لوبډله اوس په تمریناتو بوخته ده

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په سریلانکا کې په تمرینونو بوخته ده؛ څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر کولا درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د دغه هېواد له هوا سره بلد شي.

نور ولولئ: افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې بېلابېل روزونکي د افغان لوبډلې لپاره انتخاب شوي چې یو شمېر یې اغېزناک او یو شمېر یې بیا په ټیم باندې بې اغېزې وو. خو له دې ټولو سره سره بیا هم افغان کرکټ ملي لوبډله په وروستیو څو کلونو کې ډېره ښه لوبدلې او د کرکټ د نړیوالې شورا پام یې ځان ته اړولی دی او په نړیوالو میدانونو کې یې کرکټ پوهان خورا ستاینه کوي.

د افغان کرکټ لوبډلې یو شمېر بالران او بېټسمنان په ای پي ایل کې خورا ښه وځلېدل او د راشد خان په څېر لوبغاړو د نړیوالو پاملرنه ځان ته راوګرځوله. راشد خان په ډېرو نړیوالو لیګونو کې لوبېدلی او اوس هم پر لوبو بوخت دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button