لوبې

کرېکټ ۲۰اوریز نړیوال جام؛ هند، پاکستان د ۱۲۰ هدف ته پرېنښود او مات یې کړ

د ۲۰۲۴ کال د ۲۰اوریز نړیوال جام کې د هند کرېکټ لوبډلې پاکستان ۱۲۰ منډې هدف راوګرځاوه او ماته یې ورکړه

هند د امریکا متحدو ایالتونو په نیویارک کې د ۲۰۲۴ کال د شل اوریز نړیوال جام په یوه ډېره په زړه پورې لوبه کې پاکستان ته په ۶ منډو ماته ورکړه.

د دې لوبې بایللو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته د پاکستان د تګ چانس نور هم ډېر کم شو.

پاکستان که څه هم د منډو د اوسط له مخې پر هر توپ یوازې یوې منډې ته اړتیا درلوده، خو ثابته شوه چې دویمه پاڼۍ کې هم د نیویارک په دغه کرېکټ لوبغالې کې د منډو جوړول ستونزمن وو.

تر ټولو ډېرې منډې د محمد رضوان وې

پاکستانۍ لوبډلې ټاکلو شلو اوورنو کې د ۷ وېکټو په زیان یوازې ۱۱۳ منډې وکړای شوې چې د محمد رضوان ۳۱ پکې له نورو ټولو ډېرې وې.

د هند له اړخه توپ اچوونه کې جسپریت بومرا ۳ او هاردیک پانډیا ۲ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبې پچه د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: کرېکټ ۲۰اوریز نړۍ‌وال جام؛ افغان لوبډلې نیوزیلنډ په لوی توپیر مات کړ

د عکس تشریح،بابر اعظم ټاس وګاټه او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه

پاکستاني توپ اچوونکو هم ښه بالېنګ وکړ او هند ټول لوبغاړي یې د ۱۹ اوور تر پایه په داسې حال کې وسوځول، چې یوازې ۱۱۹ منډې یې کړې وې.

afghan (11)
پاکستاني لوبغاړي له لوبې بایللو وروسته په ژړا دي

دا لومړی ځل شو چې پاکستان په یوه نړیواله شل اوریزه لوبه کې د هند ټوله لوبډله سوځوي.

د هند لپاره تر ټولو ډېرې (۴۲) منډې ریشب پانټ وکړې

اکسر پټېل په ۲۰ او لوبډلمشر روهیت شرما په ۱۳ منډو وسوځېد.

د پاکستان له اړخه بیا توپ اچونه کې نسیم شاه او حارث روف ۳ -۳ او محمد امر ۲ لوبغاړي وسوځول.

لوبه که څه هم له لومړي اوور وروسته د باران له کبله څو دقیقې ځنډېدلې وه، خو وروسته بېرته پیل شوه.

پاکستان نن اعظم خان کېنولی او پر ځای یې تجربه کار الراونډر عماد وسیم لوبډله کې اخیستی و.

اعظم خان د امریکا خلاف لوبه کې په صفر اوټ شوی و.

د یادونې وړ ده چې هند د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه په لوړ توپیر ګټلي وه، خو پاکستان بیا د امریکا له لوري له سختې ماتې سره مخامخ شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button