لوبې خبرونه

کرېکټ ۲۰اوریز نړۍ‌وال جام؛ افغان لوبډلې نیوزیلنډ په لوی توپیر مات کړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ۲۰اوریز نړی‌وال جام کې د نیوزیلنډ غښتلي لوبډله له پښو وغورځوله

هاخوا په یاد جام کې د افغان لوبډلې تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي تر اوسه د ډېرو ویکټو اخیستو له امله لومړی مقام لري.

افغانستان په نړۍوال شل اوریز جام کرېکټ سیالیو کې په خپلې دویمې لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت په څلورو بجو د ویسټ انډیز په پراوېډینس لوبغالي کې پیل شوه.

لومړی توپ‌وهنه

د لوبې پچه نیوزیلنډ ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

447764364 989637153166350 3391355110810071648 n
کرېکټ ۲۰اوریز نړۍ‌وال جام؛ افغان لوبډلې نیوزیلنډ په لوی توپیر مات کړ

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې وتوانېدو، چې ۷۵ منډې جوړې کړي او په ۱۵م اوور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

نور ولولئ:  کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

په افغان لوبډله کې رحمان الله ګوربز ۸۸ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې بیا راشد خان او فضل الحق فاروقي څلور څلور وېکټې واخیستې.

افغانستان په خپل ګروپ کې

د دغې بریا سره افغانستان په خپل ګروپ کې د څلورو امتیازونو په ګټلو سره تر ټولو مخکښ دی.

په دغو سیالیو کې افغانستان څلور ورځې وړاندې خپله لومړنۍ لوبه له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.

afghan (17)
کرېکټ ۲۰اوریز نړۍ‌وال جام؛ افغان لوبډلې نیوزیلنډ په لوی توپیر مات کړ

افغانستان به خپله درېیمه لوبه د جون پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پي‌اېن‌جي سره او څلورمه هغه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي.

خو له دې ور هاخوا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی یا بالر فضل الحق فاروقي په دغه لوبه کې د نیوزیلنډ ۴ لوبغاړي وسوزول.

نوموړي د لومړي اور په اول بال د حریفې لوبډلې نامتو اوپنر توپ‌وهونکی کلین بولډ او له ډګره بهر کړ.

افغان لوبغاړی فاروقي د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ په ۲۰اوریز نړیوال جام کې تر ټولو ډېر ویکټ اخیستونکی بالر دی چې له همدې امله لومړی مقام لري او تر ټولو ډېرې ویکټې نوموړي اخیستي دي.

افغان لوبډله دا ځل ډېره غښتلي او منظمه ښکاري، ځکه ددوی په نننۍ لوبه کې بیټینګ، بالینګ او فېلډینګ درې واړه غوره وو چې له همدې امله یې د کرېکټ برخې نړیوالو مبصرینو پام یې ځان ته ور اړولی او ددوی پر غوره کړنو او وړتیاوو تبصرې کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button