کندز کې د ځانمرګی برید مرګ ژوبلې
![vlcsnap 2024 02 21 17h06m29s855](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/vlcsnap-2024-02-21-17h06m29s855-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
د طالبانو مرستیال والي ځانمرګي برید کې ووژل شو
په کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې ته څېرمه د نن (سې شنبې) سهار د چاودنې د مړو د شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.
طالب چارواکي د ۵ تنو وژل کېدا تاییدوي خو ځینې نورې سرچینې وايي چې ۲۵ تنه وژل شوي، او لږ تر لږه ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو پر اساس، د چاودنې اکثره قربانیان د طالبانو غړي دي. په وژل شویو کې د کندوز پوهنتون یو استاد شهاب سالارزی هم شامل دی.
همداراز ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې د کندوز د څلورمې امنیتي حوزې قوماندان زکریا هم شامل دی.
خو طالبانو دا خبره تراوسه تایید یا رد کړې نه ده.
د کندوز امنیه قوماندانۍ تایید کړه چې د سې شنبې په سهار د کابل بانک څانګې ته څېرمه دا چاودنه انتحاري حمله وه، چې د طالبانو او ملکي وګړو په ګډون، ۵ تنه پکې وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو انتحاري بریدونه عموماً داعش کوي.
دا برید څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې طالبانو خپلو نظامي او امنیتي کسانو ته امر وکړ چې د معاش د اخیستو لپاره بانکونو ته ورنه شي او پر ځای یې ځانګړي ټاکل شوي ځایونه وکاروي.
لومړی خبر
په کندوز ولایت کې د کابل بانک مخي ته چاودنه شوې ده
کندوز کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار وایي، چې چاودنه نن سهار ۸:۳۵ د کابل بانک مخې ته رامنځته شوې ده.
نوموړي د ځاني زیانونو او د چاودنې د بڼې په اړه څه ندي ویلي.
تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د چاودنې مسوولیت ندی منلی.
نور جزیات وروسته…