سیمه‌ییز

کندز کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګي ۵ کسان وژلي او لسګونه ټپیان دي

اړوند خبرونه:

د طالبانو مرستیال والي ځانمرګي برید کې ووژل شو

بلخ کې د طالبانو والي وژل شوی

کندز کې د ځانمرګی برید مرګ ژوبلې

په کندوز ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د کابل بانک د ودانۍ مخې ته په شوې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي دي.

دا چاودنه ځانمرګی برید وو.

رویټرز خبري آژانس د یاد ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار وايي په وژل شویو کې د طالبانو وسله وال او ملکي وګړي شامل دي.

یو شمیر نورو رسنیو بیا د خاکسار له قوله لیکلي، چې په دې برید کې چې نن (سې شنبه، سلواغې ۲۳مه) سهار شاوخوا اته نیمې بجې شوی پنځه سرتیري او عام وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د خاکسار په وینا تر دې دمه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې دوام لري.

د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

دا بریدو وروسته له هغه کېږي، چې د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د ګواښونو په اړه بحث وکړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې داعش ډلې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې، چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، د لیندۍ په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د وژنې په ګډون د ګڼو بریدونو پړه منلې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button