تجارت خبرونه

کندهارکې د شاتو تولیدات نورهم زیات شوي دي

کندهارکې د شاتو تولیدات نورهم زیات شوي دي ، دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه او د شاتو تولید زیات شوی دی.د دغه ولایت مسولین د تېر کال په پرتله سږکال زیات تولید شوي دي،کوم چې د هېواد اقتصاد لپاره یو ښه زیرۍ دۍ،


د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ د مسولینو په وینا په یاد ولایت کې هر کال د شاتو د مچیو د فارمونو د زیاتوالي له امله شاوخوا ۲۷ ټنه شات یا عسل تولیدیږي.دغه چارواکي وايي چې هرکال په کندهار کې زیات شات توليديږي خو سږ کال تر ټولو کلونو زیات شات تولید شوې دي او لا هم توليديږي دا هم باید یاده کړو چې شات د یخو ځایونو په پرتله ګرمو ځایونو کې زیات کيږي نو کندهار هم د نورو ولایاتو په پرتله ګرم دٌۍ همدا وجه ده چې دغه ولایت کې شات ډېر توليدیږي،

د دغه ولایت د شاتو تولید د هیواد ډیری ولایتونو او همدا رنګه له هیواد بهر عربي هیوادونو ته هم صادریږي.دد کندهار نه شات اکثره کویت، سعودي ، متحده عربي اماراتو ته صادريږي ددغه هېوادونو وګړي اکثره شات ډېر خوښۍ او هر کال ورته استول کيږي افغانستان نه علاوه پاکستان او هند او بنګله ديش نه هم اماراتو او عربي ملکونو ته شات ډېر صادریږي او دغه شات عربان ډېر اخلي او استفاده کوي ېې

اوس مهال کندهار ولایت کې ۵۴ د شاتو د تولید فارمونه موجود دي، چې هر فارم کې تر شپږ زرو پورې مچۍ ساتل کیږي.او شات ورڅخه توليديږي د دغه ولابت د کرنې مسولین ووايي چې کندهار کې د نورو ولایاتو پرتله هم ډېر شات تولید شوي او لا هم توليديږي کوم چې د هېواد اقتصاد لپاره ډېرښه زېرۍ دۍ څکه چې د هېواد صادرات کله ډېر شي نو دا د هېواد اقتصاد لپاره یوه ښه نښه ده او باید دولت هم په دې اړه نور کار هم وکړي ترڅو شات په نړیواله کجه وپلورل شي

د شاتو د مچیو هر صندق ۵زره افغانۍ ارزښت لري، چې د کندهار د بزګرانو اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا سبب شوی دی.دلت باید دغو بزګرانو سره کار وکړي ترڅو د دويي شته ستونزې حل شي ځکه که مونږ اوکورو دغه بزګران د دولت نه خوشاله ندي او په وینا ېې سم سهلت ورته نه ورکول کيږي او نه ورته دولت پاک کيږي،

کندهارکې د شاتو تولیدات نورهم زیات شوي دي
کندهارکې د شاتو تولیدات نورهم زیات شوي دي

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټول تجاران سره یو ځاۍ شي او دولت ته مراجعه وکړي ترڅو دويي ته هغه څه ورکړل شي کوم چې د دويي ته پکار دي وزارت تجارت هم باید په دې اړه یو مېکانېزم جوړ کړي ترڅو دويي ته سهولت ایجاد شي او د هېواد اقتصاد پیاوړۍ شي او نوره هم وده وکړي او افغانستان به د ځان بسیاینې ته نور هم ورلنډ شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button