ژوند او ټولنه

کندهار: طبي بوټی «انجه» د ورکیدو له خطر سره مخ دی

د کندهار په دريو ولسواليو کې طبي بوټی «انجه» د ورکيدو له خطر سره مخامخ دی

کارپوهان د دې طبي بوټی د ورکېدو ستر علت وچکالي بولي خو د ساتنې له پاره یې باید څه وشي؟

د کندهار ریګستان، تخته پل او ښوراوک هغه ولسوالۍ دي چې د هیواد په کچه یاد طبي بوټي چې «اوښۍ» هم بلل کیږي، پکې زیات ول خو اوس د ورکېدو له خطر سره مخ دي. په همدې موخه نن پنجشبنه (د مارچ ۲۳مه) د کندهار د چاپیریال ساتنې ریاست څاریزه ډله د کندهار دريو ولسوالیو ته تللې ده.

انجه یو در ملي بوټی دی چې د خوړو په مسالو او ځیني درملو کې کاریږي.

دغه بوټی د افغانستان ترڅنګ په ازبکستان او هندوستان کي هم پیداکيږي. د بوټي تنه يې تر ۳ مترو پورې جګیږي او قوي ریښې لري، ګل يې شین او ژیړ رنګونه لري.

د کندهار د چاپيریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو د مدیریت د تنوع حیات کارپوه سید ولي سادات په دې اړه وايي:”د دوامدارې وچکالۍ له کبله د دغه طبي بوټي وده کمزورې او کیفیت يې ټیټ شوی دی.”

د نوموړي په قول د ولایت مقام په خاصه لارښوونه يې یادو ولسوالیو ته د یو مسلکي پلاوي په مشرۍ سفر کړی او د نظارت په ترڅ کي يې ښوراوک او تخته پل ولسوالیو ترڅنګ د ريګستان د تاغز ټوله سيمه د سږ کال لپاره کرنتين کړې ترڅو د دغه مهم طبي بوټي پاته نسل له منځه تلو څخه وژغورل شي.”

انجه پخوا يو غرنی بوټی و چې وروسته يې د کرنې زمينه برابره شوه

انجه یا اوښۍ د کرني له نظره د Apiaceae په کورنۍ او د Ferula په جنس پورې اړه لري. دغه طبي بوټی ښه بوی نه لري او د خوړو په نرمولو کي هم ګټه ورڅخه اخیستل کیږي.

د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي فارغ التحصل محمد عثمان برکت وايي، دا په کرنه او طبابت کي یو مهم بوټی دی چې په یو شمېر آسیايي او اروپايي هیوادونو کې يې خرڅول او رانیول ښه اقتصادي ګټه لري.

برکت زیاتوي: “انجه یا اوښۍ د مې میاشتي څخه بیا تر سپټمبر پورې ګل کوي او دغه بوټی په هندوستان کې ډېر کاریږي ځکه هندیان يې د ناروغیو د درملني ترڅنګ د دیګ په مسالو کې هم ډېر کاروي.”

د کرني ریاست د مسؤلانو په خبره، د هیواد په کچه د کندهار د ریګستان ولسوالۍ د « جندم» سیمې انجه په نړيوالو بازارونو کي د منلي اوښۍ د ودې سیمه ده.

دا په داسي حال کي ده چې په هېواد کې اوږدو کورنیو جګړو، وچکالۍ، کډوالۍ او په دې برخه کې د مسلکي کسانو کمښت نه یوازې درملنې بوټي بلکې د هېواد په بېلا بیلو سیمو کې وحشي ژوي، مرغان، ځنګلونه او ان زراعتي سیمي او سیندونه هم سخت اغېزمن کړې دي.

د سیمي خلک او د کرنې مسلکي کسان د کندهار ولایت د طبي بوټو د ارزوني او ساتني دغه اقدام ستايي او غواړي چې په دې اړه نورو برخو ته هم پاملرنه زیاته شي چې د چاپيریال ساتنې سره  د خلکو اقتصاد هم پیاوړی او زیاتې چاپیریالي ناروغۍ مهار شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button