کورني خبرونه

کندهار کی بی ځایه شوی کورنی بیرته ستنی شوی

 افغانستان افغانستان

کندهار کې له جګړو بې ځایه شوې زرګونه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې د افغانستان په جنوب  کې هغه زرګونه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې چې د وروستیو جګړو له امله  ځینی خپل کورونه پاتې شوي وو.

دغه خلک وايي چې په جګړو کې یې کورونه ویجاړ شوي او د ناوړه اقتصادي وضیعت  له امله  یې  جوړولو وس نه لري هغوی په دې برخه کې له طالبانو او نړیوالو مرستندویو ټولنو د مرستو غوښتونکي دي د افغانستان  په جنوب کی  تېرو دوو لسیزو کې د سختو جګړو سیمه وه خو وروستۍ سخته څپه یې د ځینو نورو سیمو په څېر د کندهار پر ارغنداب هم ورغله کله چې د دوی په سیمه کې جګړو زور واخیست نو اړ شو چې د خپلې کورنۍ  سره خپل کور پرېږدي او نورو سیمو ته لاړ شي.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د طالبانو او پخواني حکومت ترمنځ جګړو کې د خلکو کورونه وران  شو او پر لارو خښوو شویو مایونو د ګڼو کسانو ژوند نیمګړی کړ د ګڼو خلکو د کروندو حاصلات خراب شو او ګنو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه  هم واوښته

خو خلک له دې ټول ستونزو وروسته نسبي امن ته خوشحال  دي او له طالبانو او نړیوالۍ ټولنې غوښتنه کوي چې د سرپناه جوړولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي

طالبان چې د ویجاړونکو جګړو یو اړخ او اوس د حکومت واکمنی  په لاس کې لري د خلکو د کورونو د جوړولو لپاره څه کولای شي؟ له طالبانو غوښتنه کوي چې له ده او د ده په څېر نورو ځپل شویو خلکو سره د کورونو د بیا جوړولو په برخه کې مرسته وکړي د کندهار د اطلاعات او کلتور رییس حافظ نور احمد سعید وايي:

د شهیدانو معلولینو او بې وزلو چارو وزارت له بې وزلو، یتیمانو او کونډو سره په میاشتني ډول د مرستې ترڅنګ د اړتیا په وخت کې د هغوی لاسنوی کوي دغه راز د ښار جوړونې وزارت هم په دې برخه کې پلانونه لري چې په لنډ وخت کې به عملي شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button