افغانستان

کندهار کې د پنځوس میلیونو ډالرو په لګښت د درمل جوړولو فابریکه جوړېږي

په کندهار کې د درمل جوړولو د یوې لویې فابریکې د لومړي پړاو کار بشپړېدو ته نږدې شوی دی. په پام کې ده چې په لومړي پړاو کې به د مسلکي او کومکي پرسونل په ګډون تر ۸۰۰ تنو پورې پر دندو وګومارل شي. ۷۱ تنه پانګوال په پام کې لري د سنو فارما درمل جوړولو شرکت کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د دغه شرکت اجرائیوی مشر حاجي محمد سعید صدیق ویوي سرچینې ته وویل غواړي په دریو پړاونو کې پنځوس مېلیونه ډالر ولګوي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې ډېر ژر به دا فابریکه تولیدات پیل کړي او ورسره په خوا کې به د فابریکې د دویم او دریم پړاو چارې هم ترسره کېږي.

د ښاغلي صدیق په وینا د فابریکې ودانۍ باید د روغتیا د نړیوال سازمان له سپارښتنې سره سم له یو بل نه جلا جوړې شي. د هغه په وینا د فابریکې لومړني پړاو او ودانۍ کې به د مئ په میاشت کې د درملو تولید پیل شي او وبه کولای شي چې په اتو ساعتونو کې دوه میلیونه ټابلیټونه، یو میلیون کپسول او ۱۰۰ زره بوتله شربت تولید کړي.

نور یی ولوله | د کابل پوهنتون استاد ‘فیض الله جلال د طالبانو له بنده خوشي شوی

د شرکت چارواکي وايي د نورو هېوادونو د درملو پرتله به د دوی د درملو بیه ټیټه وي او هڅه به یې دا وي چې ټول پرسونل یې افغانان وي. د ښاغلي صدیق په وینا په لومړي پړاو کې به ۸ سوه افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او دغسې به په دویم او دریم پړاو کې هم سلګونو افغانانو ته کاري زمینې برابرې شي.

دا هم ولولئ:  اروپايي ټولنه: افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیون خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

نوموړي له هغو افغانانو نه چې له هېواده بهر میشت دي او د درمل جوړولو په برخه کې کاري سابقه او تجربه لري هیله وکړه چې له دوی سره کار وکړي او تر یوه حده د درملو له اړخه د افغانانو اړتیا پوره کړي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button