Uncategorized

کندهار کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې ۷ کسان مړه او ژوبل دي

د کندهار ولایت ۱۵ مه امنیتي حوزه کې د یوه کور د چت لوېدو له امله ۷ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

په دې پېښه کې یوه ماشومه مړه شوې او ۶ نور ماشومان ژوبل شوي دي.

کندهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي چارواکي وایي، چې پېښه پرون پنجشنبه په یوه کور کې د مېلمستیا پر مهال شوې ده.

د چت د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د یادونې ده چې تېره اوونې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د تېز باد او توپان له امله د یو کور چت لوېدو پېښه کې ۳ ماشومان مړه او ۱ بل ټپي شوی و.

د افغانستان په ولایتونو کې لرې پرتې سیمې وخت ناوخته د تېزو بادونو او بارانونو پرمهال د ورته پېښو شاهدان وي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button