کورني خبرونه

کندهار کې لومړی ځانمرګی برید؛ دغه برید د کابل بانک مخې ته شوی

کندهار ولایت کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی چې ۵تنه یې وژلي او ۲۵ نور ټپیان دي

افغان‌ناو خبري شبکې ته یوې سرچینې وویل، دغه پېښه نن سهار ۹بجې (پنجشنبه، حمل ۲یمه) په کندهار ولایت کې داسې مهال وشوه، چې له دغه بانک څخه طالبانو معاشونه اخیستل. سرچینه زیاتوي چې چاودونه زوروره وه او شاوخوا سیمې یې ولړزولې.

د چاودنې ځای

له کندهار څخه راپورونه وایي، چې نن سهار د دغه ولایت د لومړۍ حوزې اړوند له نوي کابل بانک سره چاودنه شوې ده.

د میرویس روغتون د ځینو ډاکټرانو د معلوماتو له مخې، به دې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوې او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

نور ولولئ: پر طالبانو د بریدونو د زیاتېدو ویره

نور ولولئ: داعش وايي، د بغلان جومات کې ځانمرګی برید دوی کړی

په کندهار کې د طالبانو د د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګاني په چاودنه کې د یو شمیر کسانو د ټپي کېدو تایید کړی.

سیمه ییزې سرچینې وایي، چې چاودنه له کابل بانک څخه د طالبانو د معاشونو اخیستو پر وخت شوې ده.

خو ځینې سرچینې بیا وايي، معلومه نه ده چې د چاودنې څرنګوالی څه ډول او زیانمن شوي کسان یې څوک دي؟

د شوي پېښې مسئولیت

که څه هم د دا ډول حملو مسئولیت په افغانستان کې د داعش ډله پر غاړه اخلي، خو په کندهار کې د وروستۍ پېښې مسئولیت تراوسه چا نه دی اخیستی.

مخکې په کندهار کې د ځینو بریدونو مسوولیت د ازادۍ جبهې پر غاړه اخیست، خو دغې جبهې له روژې مخکې په یوه اعلامیه کې وویل چې په مشروط ډول یو اړخیز اوربند کوي او تر هغې چې طالبانو خلک ډېر نه وي ځورولي؛ د کوچني اختر تر پای ته رسیدو به بریدونه ونه کړي.

کابل بانک، په جمهوري نظام کې هم د دولتي کارکوونکو معاشونه وېشل چې په بېلابېلو ولایتونو کې ډېر ځله پرې ورته چاودنې شوې وې او اوسنیو واکمنو طالبانو یې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

په ورته مهال په ۲۰۲۳ کال کې داعش ډلې پر طالبانو تر ټولو خونړي بریدونه وکړل چې یو هم د طالبانو امیر ملا هیبت الله اخوند ته نږدې کس او د بلخ والي په کې ووژل شو.

خو طالبان بیا وايي چې په افغانستان کې یې د داعش رېښې ایستلي او څه نه کولی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button