سات تيري

که غواړی چې پوستکی مو ځوان پاتې شي، نو دا جادویي ترکیب عملي کړئ

که چېرته تاسو د پوستکي د ځوان پاتې کېدو په فکر کې یاست، نو دغه جادویې ترکیب عملي کړئ

ډېر خلک په ځانګړي توګه ښځې تل هڅه کوي چې پوستکی یې ځوان ښکاره شي. دوی ددې کار لپاره له کیمیاوي موادو زیات کار اخلي چې د کیمیاوي موادو استعمال لنډ وخت اغېز کوي او تلپاتې جانبي عوارض پرېږدي.

اوس تازه څېړنو ثابته کړې چې د ځوان او تازه پاتېدو لپاره کورنی ترکيب د دې تر څنګ چې کم لګښته او ګټور دی، پوست په لنډ مهال کې ځوان او تازه را وباسي.

ډېری مېرمنې د دې لپاره چې تازه او ځوانې مالومې شي، د درملو او مختلفو کريمو د استفادې تر څنګ ان جراحي عمليات او خورا درانه لګښتونه کوي چې د دې درملو او يا عمليات د لنډمهالې ګټې تر څنګ اوږدمهالي جانبي عوارض او ستونزې هم پېښوي.

natural skin2
که غواړی چې پوستکی مو ځوان پاتې شي، نو دا جادویي ترکیب عملي کړئ

په رواني ستونزو کې د زاړه پوستکي اغېز

ناسم او تر وخت مخکې زوړ شوی پوست د ډېری مېرمنو لپاره په رواني ستونزه بدلېږي او ان يو شمېر مېرمنې خو پر ځان باور هم له لاسه ورکوي.

د پوست پاکولو، جوړولو او له زړښته د هغه د ژغورنې لپاره غوره خوراکي رژيم، منظم ورزش متفاوته لاره ده چې بايد تعقيب شي.

نور ولولئ: خلک د ځان ښکلي کولو په خاطر کاسمېټیک عملیات کوي

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د بالیووډ ځینې رومانټیک فلمونه

نور ولولئ: د شتمنۍ، بریالیتوب او عشق په زړه پورې کیسه

د پوست د خرابوالي يو لامل رواني او روحي فشارونه بلل کېږي چې بايد ځان ترې وساتل شي. په وخت سره بايد د هورموني ناروغيو او اختلالونو درملنه وشي، پاکي مراعات شي، له ناسمو او بې‌کيفيته درملو او کريمو ډډه وشي، له ګرد او دوړو بايد پوست خوندي وساتل شي.

natural skin
که غواړی چې پوستکی مو ځوان پاتې شي، نو دا جادویي ترکیب عملي کړئ

د پوستکي په تازه ساتلو کې باید نور څه وکړئ؟

په دې سربېره کولای شئ، له ځينو طبيعي لارو چارو هم کار واخلئ چې د پوست، غوړوالی، وچوالی، حساسيت، بخار، داغونه او نورې ستونزې را منځ ته نه شي.

تاسې کولای شئ نيمه کاچوغه د کوپرې غوړي، د يوه ګيلاس درېيمه برخه کاسټیا صابون، د يوه ګيلاس دوه پر درېيمه برخه مقطرې اوبه، له لسو تر ۱۵ څاڅکو د اسطوخودوس غوړي «دا د يو ډول ګل غوړ دي» سره مخلوط او داسې برابر کړئ چې ټول يو لاس شي، وروسته يې هره ورځ دوه ځلې پر خپل پوست کښېږدئ، مخکې او وروسته مو پوست پاک پرېمنځئ او وچ کړئ. په ډېر کم وخت ان په لسو ورځو کې به يې مثبت اغېز پر خپل پوست باندې ووينئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button