ژوند
که هره ورځ تر لس دقیقو ورزش وشي نو د زړه ناروغیو خطر کموي
که د نړۍ هر ډول لوړ بیه درمل د سپینو زرو په کاغذ کې وتړل شي او د سرو زرو په کاچوغه کې وخوړل شي، نو بیا به هم د ورزش په څېر اغېز ونلري.
خو اوس معلومه شوې که چېرته هره ورځ لس دقیقې ورزش، بدني فعالیتونه او قدم وهنه وشي، نو په دې د زړه ناروغیو خطر کمېږي او په اوسط ډول عمر زیاتوي.
روغتیاپالانو د دې څېړنې پر بنسټ وایي، هغه کسان چې له څلویښت کلنۍ تر پنځه اتیا کلنۍ پورې عمر لري، هغوی دې هره ورځ تر لس دقیقو پورې ورزش وکړي.
نور یی ولوله | پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري
که چېرته یوازې امریکایان د دې لوبې عادي شي نو په دې ډول به هر کال تر سل زره پورې له مړینې خوندي پاتې کېدلی شي.
څېړونکي وایي، که چېرته د عادي قدم وهنې پرځای ګړندی تګ یا مزل وشي، نو دا دومره زیاتې ګټې لري چې د هر نسل او رنګ خلک ترې ګټه اخیستلی شي.