نړیوال خبرونه

که چېرته ستاسې ملګرې یا خپلوان تر ذهني فشار لاندې وي، نو له دې لارښوونو څخه ګټه واخلئ

په ژوند کې کله ناکله داسې وخت هرو مرو راځي چې موږ یا زموږ نږدې ملګری یا د کورنۍ غړی په ذهني فشار اخته کېږي. په دې حالت نه پوهېږو چې څه وکړو او څه ډول خپل ملګری عادي ژوند ته راوګرځوو که چېرته ستاسو ملګری په ژور خپګان اخته شو او تاسې یې مرسته کول غواړئ نو دې خبرې ته پام وکړئ. که ستاسو پرېکړه پرې بده هم ولګېده نو هڅه مه کوئ چې غلط نظر ورکړئ، ځکه ستاسو مشوره هغوی نور هم ماتولی شي

نور یی ولوله | ګاک شرکت اوس هم په کابل هوايې ډګر کې فعالیت کوي

که تاسې د هغه په خوښ او ناخوښ پوهېږئ، نو هغه کار وکړئ چې خوښ یې وي، لکه فلم وګورئ، قدم ووهئ او له ځان سره یې بوځئ. په دې ډول به پام غلط شي او ښه احساس به وکړي که په ذهني فشار اخته کس خبرې کول نه غواړي نو یو څه وخت ور کړئ، ټینګار پرې مه کوئ، خو دېته هم پام ولرئ چې پرته له دې چې چاته ووایو له هغه سره مرسته کول اغېزمن وي

که چېرته د کورنۍ کوم غړی په ژور خپګان اخته وي، هغوی د کمترۍ احساس هم لري نو هڅه وکړئ چې دا احساس ورکړئ چې څومره اهمیت لري او خلک یې شتون څومره خوښوي. همدا راز شنو ځایونو او طبیعت ته نږدې بوځئ چې دا کار یې هم ژور خپګان کموي که چېرته حالت ښه وي او اغېزمن شخص خپله ستونزه درک کولی شي، نو مشوره ورکړئ چې د رواني ناروغیو ډاکټر ته لاړ شي. که چېرته یو څوک ځانته د ښه او روغ انسان فکر کوي نو خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button