سیمه

کورمه کې د ګاډو پر کاروان یو ځل بیا برید شوی

د ګاډو پر کاروان برید او د ځواکونو ځوابي کاروایۍ کې د سرتېرو او مشکوکو وسلوالو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر برید وروسته شيعه مشرانو له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.

د انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ د جنورۍ پر ۱۶مه پر قافلې تر برید څو ساعته وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې ریاست دې پر قافله په بريد کې د ککړو کسانو خلاف کاروايي وکړي او د ټل او پاړه چينار ترمينځ سړک دې هم د خلکو او د مال لېږدوونکو ګاډو د تګ راتګ لپاره پرانیزي.

نوموړي زياته کړه، که په درو ورځو کې يې غوښتنې و نه منل شوې، نو بيا به خپله تګلاره اعلانوي: “زموږ چې کومې لارې دي، په راراوانو درو ورځو کې دې له هره اړخه تر خوندې کولو وروسته ورته خوراکي توکي او د ضرورت نور شيان وررسول شي، که نه نور موږ یو قام یو او د یو قام له اړخه چې بیا کومه پرېکړه وشوه، ذمه وار به يې تاسو ياست.”

حکومت لا د نوموړي د غوښتنې په اړه څه نه دې ويلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button