نړیوال خبرونه

کورنیو چارو وزارت: د نشه یي توکو دوې کارخونې مو له منځه وړې

کورنیو چارو وزارت وایي چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د نشه یي توکو ځینې کروندې او تولید مرکزونه تخریب کړي

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي چې په بیلابیلو ولایتونو کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د نشه یي توکو دوې کارخونې له منځه وړې او ځینې کروندې یې د کوکنارو له کښته پاکې کړي.

د خبرپاڼې له مخې د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۹ ولایتونو کې د نشه یي توکو پر وړاندې د پاکسازۍ عملیات تر سره کړي چې په لړ کې یې د نشه یي توکو دوې کارخونې تخریب کړل شوې او د کوکنارو یو شمیر کروندې هم له منځه وړل شوې دي.

د نشه یي توکو د تولید او پروسس دا کارخونې په غور ولایت کې کشف او له منځه وړل شوي، همدارنګه د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې هغه کروندې تخریب شوي چې کوکنار پکې کرل شوي وو.

د دې عملیاتو په لړ کې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تور ۱۸ تنه نیول شوي هم دي

د سرچینې په حواله چې د تر سره شوو عملیاتو په لړ کې د نشه یی توکو یو شمیر پلورونکي او قاچاقبران هم نیول شوي چې په ننګرهار ولایت کې ۲ تنه د ۱۲۶ کیلو ګرامه چرسو او یو تن د نشه یي ټابلیټو د قاچاق په تور، په هرات ولایت کې ۴ تنه د نشه یي توکو د پلور په تور او ورپسې ۳ تنه په کندهار، ۲تنه په کاپیسا، ۱ کس په بدخشان، ۱ تن په کونړ او ۱ کس هم په دایکندي ولایت کې په ورته تورونو نیول شوي دي چې تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دي.

د اسلامي امارت رهبر د کوکنارو کښت ممنوع اعلان کړی و

دا عملیات وروسته له هغې تر سره کیږي چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د کوکنارو کښت ممنوع اعلان کړ. له دې اعلان وروسته حکومت د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخینوي لپاره هڅې کوي.

خو بیا هم د هیواد په ځینو ولایتونو کې پر کوکنارو سربیره د بنګو کروندې هم شته او د چرسو پر پروسس څه بندیز نشته. که څه هم تر دې وروستیو پورې د چرسو پر قاچاق هم کوم کلک بندیز نه و خو دا مهال د دې ډول نشه یي توکو قاچاق وړونکي هم د حکومتي چارواکو له عملیاتو په امن نه دي.

موږ په پکتیا کې د چرسو له یو شمیر سیمه ییزو کروندګرو څه په دې تړاو پوښتنې وکړې، دوی په ځواب کې وویل چې د طالبانو سیمه ییز مسوولین د چرسو قاچاق ته په ښکاره اجازه نه ورکوي، خو په پټه دوی بیا پخپله هغه چرس پلوري چې له قاچاق وړونکو یې نیولي وي.

په کابل کې د معتادینو د لوی مرکز تصفیه

د اسلامي امارت لخوا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په لړ کې څه موده وړاندې په کابل کې د پل سوخته سیمه چې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو لوی مرکز و تصفیه کړل شو او له ۴زرو ډیر شمیر روږدي کسان د درملنې په موخه دولتي مراکزو ته ولیږدول شول.

د پل سوخته سیمه له تصفیې وروسته بیا ورغول شوه او هلته د کتاب لوستنې یو نندارتون هم جوړ کړل شو چې ګڼ شمیر فعالانو پکې ګډون کړی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button