ځایی

کورنیو چارو وزارت: هغه ۶ طالبان مو ونیول چې یو ځوان یې شنکجه کړی و

کورنیو چارو وزارت د هغه ۶ طالبانو د نیولو خبر ورکړ چې یو ځوان یې سخت شنکجه کړی و

د طالبانو لخوا شکنجه شوی ځوان د فاریاب و او طالبان هم د یاد ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي.

په فاریاب کې یاد ځوان یوازې شکنجه شوی نه بلکې کالي یې ویستل شوي او بې ستره شوی هم دی.

د دغه ځوان ویډیو وړمه په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، چې د طالبانو یو ځايي قومندان یې شکنجه کوي او د جامو اېستلو سره بې ستره کوي.

د نیول شویو کسانو هوئیت ناڅرګند دی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع که څه هم د دې نیول شویو هوویت نه دی ډاګیز کړی، خو وايي، د یوه ځوان د وحشیانه شکنجې په تور یې شپږ کسان نیولی او څلور تر تعفیب لاندې دي

نوموړی وايي، د دې پېښې له عاملینو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

طالبان وايي، دغه ځوان د “شخصي دښمنۍ” له امله د دغې پېښې د عاملینو په کور کې شکنجه شوی دی.

نور ولولئ: د جرمونو له نړیوالې محکمې د بښنې نړیوال سازمان غوښته؛ افغانستان کې شویو جرمونو ته لومړیتوب ورکړی

نور ولولئ: د طالبانو پر استخباراتو د بښنې نړیوال سازمان غږ؛ احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان خوشي کړئ

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې په دې برخه کې د پولیسو پلټنې دوام لري.

afghan (74)
کورنیو چارو وزارت: هغه ۶ طالبان مو ونیول چې یو ځوان یې شنکجه کړی و

که څه هم د طالبانو په خبرپاڼه کې د دغه تنکي ځوان د شکنجه کولو د عاملینو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو رسنیو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ طالبانو امنیه قومندانۍ د ټولي قومندان قاري بلال اکا د ګل محمد په نوم ځوان له یوې جلۍ سره د تیلفوني خبرو په تور نیولی وو، چې له نیولو وروسته سخت فزیکي شکنجه او جامې یې ترې اېستلې او بیا یې ویډیو ترې کړې ده.

د قاري بلال اکا نیول رسمي نه دی تائید شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په فاریاب کې د دې ډلې د یوه غړي قاري بلال اکا نیول کېدل نه تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي.

که څه طالبان ادعا کوي چې عدلي او قضايي ادارې یې د اسلامي شرعیت له مخې پرېکړې کوي خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې تر اوسه طالبانو خپل غړي چې په ورته جرایمو کې تورن دي محاکمه کړي نه دي او نه یې هم د عامو افغانانو په څېر ښکاره سزا ورکړې.

په ورته وخت کې طالبان پر صحرايي محکمو او سزاګانو کې هم تورن پېژندل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button