ستاسې اند او نظر

کوم خواړه مو خېټه اوبه کوي؟

کوم خواړه مو خېټه اوبه کوي؟ دخیټو غټوالی د اوسنۍ نړۍ د تقریباً ټولو انسانانو یوه عامه ستونزه ده.ګڼ شمېر وګړي له دې کبله ځوریږي، چې خیټې یې غټې او پړسیدلې دي، بد شکله یې ښيي او له دې کبله ښه روغتیا، ښه ظاهري جوړښت او ښه احساس هم نه کوي.

لاندې به د هغو خوراک په اړه معلومات درکړو، چې استفادې یې ستاسې د خیټې کمیدو سره مرسته کولای شي.رومیان رومیان د خیټې د غوړوالي په سوزولو کې مهم رول لري. په رومیانو کې کافي اندازه لیکوپن او بتا کاروتن شته، چې په دې برخه کې مرسته درسره کولای شي.څومره چې کولای شئ، په خوړو کې له رومیانو ګټه واخلئ، هم به خواړه خوندور شي او هم به مو وزن ورسره کم شوی وي.دوهم مالټه دا مېوه نورې ښیګڼې هم لري، خو یوه مهمه یې په وزن کمیدو کې مرسته کول دي.

سره مالټه مو اشتها سوزوي، له نور خوراکه مو باسي او د خیټې غوړ مو اوبه کوي.دانېزنجبیل، جیسنګ، تور مرچ، زرد چوبه او نورې داسې دانې هم د وزن کمیدو، اسانه هضم، انرژۍ زیاتیدو او د خیټې د غوړ سوزولو لپاره ګټور دي.دارچیندارچین د وینې غوړ د کمیدو ترڅنګ د خیټې غوړ کمولو لپاره هم ضرور دی.دارچین هم په خوړو کې استعمالولی شئ او هم یې په چایو کې کاروی شئ.مڼه مڼه خوړل هم د وزن کمولو او د خیټې د غوړو د اوبه کولو لپاره ضرور ده.دا مېوه ګڼې نورې ګټې هم لري،

تل یې خورئ، ورسره به ډېر صحتمند اوسئ.ناک د ناک خوړل هم د وزن کمیدو او خیټې اوبه کیدو لپاره ګټور دی. د ناک په موسم کې د ورځې حد اقل یو دانه ناک وخورئ، نورې ګټې هم لري.کیلې د کیلو خوراک هم د وزن کمیدو لپاره ګټور ګڼل شوی.د دې مېوې ښیګڼه دا ده،

کوم خواړه مو خېټه اوبه کوي؟
کوم خواړه مو خېټه اوبه کوي؟

چې د مړښت احساس درکوي او په دې ډول مو د خوراک کچه کمیږي.د کیلو د استعمال لپاره سهار چایو نه وروسته وخت ډېر مناسب ګڼل شوی، خو خوراک کې یې افراط مه کوئ، چې قبضیت درته پيدا کوي.دا پاس خوراکونه نه باید ډېر اوخوړل شي او نه هم کم باید اعتدال سره استعمال شي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button