ژوند

کوم لاملونه په افغانستان کې د ټولنې د پرمختګ خنډ جوړیږي؟

د ټولنې د وروسته پاتې والي له ګڼو لاملونو يو هم قبيلوي جوړښت دی چې د ټولنې د پرمختګ خنډ جوړیدای شي

په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره د امير شيرعلي خان په دوره كې د هېواد د حكومت او اقتصاد مدرنيزه كولو لپاره هڅې وشوې او له هغې وروسته نورو كسانو هم د هېواد په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي جوړښتونو كې د بدلون راوستلو لپاره كوښښونه وكړل خو د بېلابيلو لاملونو له امله دې هڅو تر نن پورې د پام وړ پايلې نه درلودې. افغانستان نن هم د خپل سنتي، قبيلوي او عصري، مدني هويت له امله دوه ټوټې دى او له ځانه او پردو سره په جګړه كې دى.

دا جګړه او اخ و ډب د غازي امان الله خان له دورې را پدې خوا په درز سره روان دى چې د سلګونه زره انسانانو د ژوند، وژونكي وروسته پاتې والي او د هېواد د لا زيات سياسي او اقتصادي وروسته پاتې كېدو په بيه تمام شوي دي.

د چارو شنونكي د دې كړكيچ لاپسې اوږدېدل په بېلابېلو لاملونو كې ويني، خو له پېله را پدې خوا د بدلون غوښتونكي غورځنګ لخوا د خلكو پراخه سنتي پاړكيو د ملاتړ لاس ته نه راوړل او قبيلوي كلك او كړكېچن جوړښت له هغو لاملونو څخه و چې د سياسي او مدني جوړښتونو لپاره د ملي تفاهم او اجماع په لار كې خنډ جوړ شوى.

قبيلوي جوړښت يو ځانګړى ډول ټولنيز جوړښت دى چې زياتره دا جوړښت په ختيځو ټولنو كې شتون لري. دا جوړښت بېلابېلې قبيلې سره يوځاى كوي چې هره قبيله خپلې كلتوري او دوديزې ځانګړنې لري.

قبيلوي جوړښت د كليوال ژوند ښكارنده دى چې زياتره په فيوډالي ټولنو كې دا ډول جوړښتونه وي چېرته چې قومي او قبيلوي هويت له فردي او ملي هويت څخه زيات ارزښت ولري. په مدني ټولنه كې هر څوك د فردي او جمعي (ملي) هويت لرونكى دى او كولاى شي خپله اراده په آزادانه ډول ښكاره كړي. رايه وركول او ټاكنې د هويت او خپلواكۍ پر همدې آر ولاړې دي. دا قبايل زياتره د ملوك الطوايفي ژوند غوښتونكي دي. له هغه ځايه چې په افغانستان كې لا تر اوسه ښارونه نه دي پراخ شوي او په پرمختللي ډول ښاري ژوند نشته، خان، د قوم مشر، سپين ږيري، كلتور او رسمونو د حكومت او قانون ځاى نيولى. له همدې امله قبيلوي جوړښت لا تر اوسه په افغانستان كې عام دى.

قبیلوي د نظام طرز اوسمهال هغه ماډل نه دی چې ملت له نړۍ سره سیال کړای شي

دا طبيعي، تاريخي، اقتصادي، اجتماعي، جغرافيايي لاملونه دي. د نړۍ ټول تمدنونه له يو ډول نه یو ډول قبیلوي جوړښت څخه تېر شوي دي.

بېلابېل فكتورونه دي چې قبايل يې را منځته كړي دي لكه د وينې فكتور، ګډ جغرافيايي چاپېريال، جرګه، ژبه او نور.

نور ولولئ: په ټولنه کې د ټیکنالوژۍ ګټې او زیانونه

دا چې قبيلوي جوړښت په افغانستان كې څرنګه دى او آيا په رښتيا هم زموږ د هېواد د پرمختګ پر وړاندې همدا قبيلوي جوړښت دى او كه نه؟ هغه بحث دى چې د سياسي او ټولنيزو چارو شنونكو يې په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي او يوې واحدې پرېکړې ته نه دي رسيدلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button