نړیوال خبرونه

کويډ۱۹ ناروغۍ له امله١٣ سلنه فاميلونه له غریبۍ سره مخ دي

کويډ۱۹ ناروغۍ له امله١٣ سلنه فاميلونه له غریبۍ سره مخ دي د ملګرو ملتونو یا د پراختیا ادارې دهېواد د اقتصاد په اړه راپورخپور کړي او په دغه راپور کې ذکر کړۍ چې افغانستان کې اوسمهال د کرونا له امله ۱۳ فیصده خلک فقر سره لاس او ګریوان دي،

د یو این د پراختیابرنامې په راپور کې زیاته کړې چې د افغانستان اقتصادي وده هم ٩ سلنه را ټیټه شوې او په هېواد دننه یې غیر خالص تولیدات هم را کم شوي دي، د یادې ادارې د راپور پر بنیاد تر دې مخکې په افغانستان کې ٥٥ سلنه بې وزلي وه، چې د کرونا یا کووېډ ١٩ ناروغۍ پر خپرېدو دا کچه تر ٧٠ سلنې رسېدلې.یو این برنامه وایي، افغان حکومت عواید نه لري او د دې کړکېچ پر وړاندې یې مبارزه هم ممکن ندۍ،

دا داسې وخت کې چې افغانستان اقتصاد مخ په خرابېدوشو، نړیوالې ټولنې کومک هم پر خپل ځای ونه مصرف نشوې او د څو اشخاصو ترمابین حبف ووېشل وشې .د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي او خوندیتوب له امله وضعه شوي قرنطین او محودودیتونو د خلکو کاروبارونه هم خراب کړل او هغه فامیلونه چې د سبا بېګا لپاره یې خواړه د ورځني کار پر مټ پیدا کول د قرنطین له وجې په کور شول او ډېر شمېر یې د مجبوریتونو او کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله نورو خلکو ته محتاج شول داسې وخت کې چې دولت د میلیونونو ډالرو په کومک کې هم له بې وزلو سره لازمې کومکونه ونکړل،

د کوېډ۱۹ زیات شمېر افغان فامیلونه ځپلي د غټ اختر د را رسېدو په مناسبت د متوسط اقتصاد فامیلونه هم له قربانۍ کولو ته هم ندي چمتو، چې روان کال به په افغانستان کې غټ اختر چې د قربانۍ اختر دی، له دې پلوه به ډېر کم راشي، دې ته باید خاص اقدامات کړي وۍ ترڅو دغه کورنۍ هم د قربان کولو ثواب نه برخمن شي،

دولت او د افغانستان عوام اوس مهال تر ډېره د نورو هېوادونوپه کومکونو روان دي ، له افغان دولت سره د بهرنیو سازمانونو او نړیوالو ټولنو له لوري د مرستو ژمنه شوې، خو کهدا مرستې هم پر سم ځای مصرف نه شي او بیا د ګوتو په شمېر اشخاص پرې خپل جېبونه ډک کړي نو د کرونا ویروس فقر او بې وزلې پر وړاندې به د افغان حکومت مبارزه نوره هم اوږده او ټکنی شي.

هېواد کې د کرونا وبا د روغتیایي توکو او خدماتو د کمښت له کبله لا هم دا ناروغي په بشپړه توګه نه ده له منځه تللې شوې خو په هغو سیمو کې چې هوا یې ګرمه شوې د دې ناروغۍ نښې نښانې په کې په کمېدو دي، افغانستان کې دا مهال د کرونا وېروس له امله ۳۵ زره نه زیات کسان په کرونا اخته دي او ډېر شمېر خلک ترینه جوړ شوي دي، اوسمهال په هرات ولایت کې هم کرونا لا هم شتون لري،

دولت باید داسې اقدامات وکړي ترڅو کرونا دې سخت وخت کې د بودیجې مصرف سم وکړي اووهاغه خلک باید ځارنوالۍ تع معریفي کړي او حساب ورسره وشي ترڅو دغه چارواکي دغسې کار ونکړي بلخوا بیا نړیوالې ټولنې هم په افغانانو باندې باور کم شوۍ دويي وايي چې د افغانستان دولت باید مونږته د شفافیت ډاډ راکړي ځکه مونړ چې کومې مرستې کوو دا اکثره د چارواکو جېبونو ته زي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button