سیمه

کوېټه کې د تازه چاودنې له امله ۵۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

اړوند خبرونه:

بلوڅ لبریشن ارمي بلوچستان کې د اورګاډي ۴۰۰ مساپر برمته کړي

بلوچ بېلتون غوښتونکو۶ پوځیان وژلي او ۱۰۰ نور لا هم یرغمل دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په کوېټه ښار کې د ځانمرګي برید له امله ۱۷ کسان ووژل شول او ۳۶ نور ټپيان شول.

دا چاودنه د بلوچ یو ځايي مشر د تلین نمانځنې په مراسمو کې شوې ده.

سرچینو دا چاودنه ځانمرګی برید بللی او په وینا چې په دې مراسمو کې د بلوچو د سیاسي ګوند مشر، اختر منګل او د خیبر پښتونخوا یو بل سیاسي مشر، محمود خان اچکزی هم وو، خو دوی ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې یا کس په غاړه نه دی منلی.

بلوچستان د پاکستان یو له هغو سیمو دی چې وخت ناوخت پکې پر پاکستاني پوځیانو بمي چاودنې او وسله‌ول بریدونه کېږي.

د یادونې وړ ده چې، څو ورځې وړاندې هم په بلوچستان کې د چاودنې له امله ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې وسله‌وال بریدونه، بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه په بې‌سارې توګه زیات شوي او په خیبر پښتونخوا کې یې د نا امنۍ په تړاو اندېښنې پیدا کړې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button