ژوند

کینیا کې د یوې مذهبي ډلې د غړو ډله ییز قبر موندل شوی دی

هغه مذهبي ډله چې مشرانو یې خپل پلویان ډله ییزې ځان وژنې ته هڅولي وو

دې قبر کې د ۸۰ انسانانو هډوکي موندل شوي چې ښکاري د یادې شوې مذهبي ډلې کلک پیروان وو.

د یادو لسګونو کسانو د مرګ لامل د دوی په ذهنونو کې د مذهبي مشرانو ژور نفوذ او خپله د دې پيروانو ساده والی بلل شوی.

کینیا کې د دغې مذهبي ډلې مشر خپلو پیروانو ته لارښوونه کړې وه، چې د دنیا ژوند پرېږدي او لوږې ته دې مخه کړي چې مرګ ته ورلغاړې وځي.

د مذهبي مشر لارښونې نتیجه ورکړه او خپلې موخې ته ورسېد چې له امله یې څه باندې ۸۰ کسان مړه شول او ځان وژنه یې وکړه.

له بده مرغه دا هغه کیسه ده چې تېرو وختونو کې بیا پېښه شوې ده.

د خلکو معبد او جیم جونز

د خلکو معبد په نوم یوه مذهبي ډله په ۱۹۵۰ کال کې جوړه شوه. د محرمیت تر بار لاندې د دې ډلې د مشر نوم جیم جونز و.

جونز غوښتل یو ټولنیز جنت جوړ کړي چې د توکم یا نژاد په نوم هيڅ پکې نه وي.

د نوموړي دا ارمان په خپل هېواد کې پوره نه شو.

په ۱۹۷۵ کال کې جیم جونز د خپلې مذهبي ډلې ۹۰۰ کسان په دې قانع کړل چې وینزویلا ته نژدې ګیانا ته کډه شي.

نور ولولئ: ګوتریش ویلی چی خپل قبرونه خپله جوړه وو

ده هلته د جونز ټاون یا جونز ښارګوټي په نوم ټولنه جوړه کړه. د وخت په تېریدو سره د جیم جونز په خبرو او کړنو کې بدلون راغی.

نوموړي د خپل خیالي جنت پر وړاندې سي ای اې ګواښ ګڼله، بې بنسټه ادعاوې به یې کولې چې د سي ای اې له خوا ورته ګواښ پېښ دی.

دغه مذهبي ډله له خپلو غړو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تورنه شوې وه، دوی په ډله ییزه ټوګه د ځان وژلو لړۍ پیل کړه.

د جونز په دې کړنو د کالیفورنیا د کانګرس غړی لیو ریان خبر شو او د حالاتو ارزونې په موخه د جونز ښارګوټي د لیدنې پلان جوړ کړ.

د یادې مذهبي ډلې غړو وار له مخې لیو ریان او ملګري یې ووژل

له دې پېښې وروسته جیم جونز د خپلې ډلې ټول غړي ور وبلل چې وروستۍ ډله ییزه ځان وژنه وکړي.

دوی هغه شپه چې ډله ییز ځان وژنه به یې پکې کوله، سپینه شپه نومولې وه.

ایف بي ای د جونز هغه غږ اوریدلی و چې خپلو پيروانو ته یې ویل: “راځئ دا ختم کړو، دا درد پای ته ورسو.”

د ډله ییزې ځان وژنې په دې پېښه کې د ۳۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۹۰۰ کسان ووژل شول.

ویل کېږي چې ځینې کسان د خپلې خوښې خلاف ځان وژنې ته اړ شوي وو. یو شمېر خلک ترې ژوندي وتلي وو چې له پېښې وروسته یې ځانونه پټ کړل.

جیم جونز هم مړ موندل شوی و. داسې ښکاریده چې په سر یې مرمۍ لګېدلې وي.

دا ټول وژنه په تاریخ کې تر ټولو لویې ځان وژنې په نوم یادېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button