روغتیا

ګارډین: د طالبانو د بیارغونې او پروژو دې تطبیق له امله په زرکونو کسان بې سرپناه شوي دي

د ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو د بیارغونې پروګرام له امله په زرګونو خلک بې کوره شوي دي

د ګارډین ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې راغلي، چې د طالبانو له‌خوا د کابل د عصري کولو په پلمه زرګونه کسان زیانمن شوي.

دغې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له‌خوا د زرګونو کورونو ویجاړول «توکمیزه انګېزه» لري.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، درې کاله وړاندې کله چې طالبان واک ته ورسېدل سمدستي یې په کابل کې د بیارغونې پراخ کمپاین پیل کړ، دوی ادعا وکړه چې د افغانستان د تاریخي پلازمینې عصري کولو ته اړتیا ده.

ګارډین ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې د سپوږمکۍ، د ټولنیزو رسنیو انځورونو او د شاهدانو په کارولو سره، د دوی پلټنې ښیي چې د افغانستان په پلازمینه کې کورونه ویجاړ شوي او په زرګونه کسان بې کوره شوي دي.

د سپوږمکۍ تحلیل

د سپوږمکۍ تحلیل ښیي، چې د ښار ۱،۵۶ کیلومتره مربع ځمکه (۳۸۵ جریبه) د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه بیا د ۲۰۲۴ کال تر اګسټ میاشتې پورې ټولې ودانۍ او هرڅه صاف کړل شوي دي.

د ګارډین ورځپاڼې څېړنه ښيي، چې د طالبانو له لوري د ودانیو له منځه وړل «توکمیزه انګېزه» لري.

د سپوږمکۍ د تحلیل له مخې، د کابل په شپږو ناحیو کې ۵۰۰۰۰ متره مربع (۱۲جریبه) د استوګنې ملکیتونه ویجاړ شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو شپږو ناحیو کې چې د عامو خلکو ملکیتونه په کې ویجاړ شوي دي، درې یې د هزاره توکمو او دوه یې تاجیک مېشتې سیمې دي.

د راپور له مخې، د استوګنې د ملکیتونو د ویجاړولو په دغه بهیر کې تر ټوله زیانمنه شوې سیمه کې ۱۳ ناحیه ده او په دغه سیمه کې اکثریت هزاره ټبري اوسېږي.

نور ولولئ: د ملي تدارکاتو کمیسیون: “د ۸میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ قراردادونه منظور شوي”

نور ولولئ: متقي وايي، افغانستان به د ترانزیټ له پلوه د وصل مرکز وي

په دغه راپور کې د «نا رسمي مېشت ځایونو» په اړه هم څېړنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د جګړې او اقلیمي بدلون له امله د بې‌ځایه شویو کسانو استوګنې په دومره وحشت له منځه وړل شوي، چې د طالبانو له‌خوا د استوګنو د ویجاړولو پر مهال د خلکو د ټپي کېدو او وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د دوو سیمو اوسېدونکي ادعا کوي، چې کورونه یې په داسې حال کې ویجاړ شوي چې د کورنۍ غړي یې په کور کې دننه وو.

د کابل ښار د ۲۲مې ناحیي څخه د شړل شوې کورنۍ غړي ادعا کوي، چې یو څلور کلن ماشوم او ۱۵ کلن ځوان یې د کور د ویجاړولو پر مهال وژل شوي دي.

د دغې سیمې یو اوسېدونکي چې له پاکستانه د بې ځایه کېدو وروسته د یوې لسیزې راهیسې دلته اوسېږي وویل:« ښځو، ماشومانو او بوډاګانو دوی ته زارۍ کولې چې د یوې سرپناه تر لاسه کېدو د دوی مېنه مه ویجاړوئ؛ خو طالبانو زمو غږ وا نه ورېد.»

دغه کس ادعا کړې، چې د اوړي په ګرمۍ کې يې د کور له ورانېدو وروسته د سرپناه د نشتوالي له امله يې ځوانه خورزه هم مړه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، هغو کسانو چې د طالبانو له‌خوا د دوی د سرپناه د ویجاړېدو پر مهال عکس او ویډیو اخیستل د طالبانو له لوري وهل شوي، ډبول شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۴ کال په اګسټ میاشت کې د کابل ښار په شمال کې د غیر نقشه استوګنیزو سیمو د ویجاړولو انځورونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړل، چې د بلډوزرو په وسیله یې سیمه پاکوله.

د سیمې اوسېدونکي د دغه ویجاړۍ او نا امیدۍ د صحنو په بیان سره وویل:« دا یوه داسې صحنه وه، لکه په هرات کې چې زلزله وشوه او سلګونه کسان یې ووژل.»

د دغې سیمې یو عیني شاهد وايي:« زما د ورور زوی راغی او چیغې یې کړې، چې مور او ورور یې په کور کې دننه دي او بلډوزر ورباندې کور نړوي.»

ویل کېږي، چې د سړکونو د جوړولو او پراخولو په موخه د استوګنې ډېرې سیمې ویجاړېږي.

د ښاري پلان جوړونکي انجنیر فخرالله سروري چې له پخواني افغان حکومت سره یې کار کړی دی ګارډین ته وویل:« ډېری دغه پلانونه د پخواني حکومت د پلانونو برخه وه؛ خو عملي نه شول، ځکه چې هغو نه شو کولای خلک له سیمې څخه په زور وتلو ته اړ کړي.»

د فقر تر سرحده د خلکو رسېدل

سروري زیاته کړه:« موږ ښه تحرک ته اړتیا لرو؛ خو دې ته په پام سره چې د هېواد ډېری وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د پراخو سړکونو د جوړولو لپاره د کورونو ورانول اساسي ستونزې نه حل کوي.»

د بشري حقونو ډلې هم وايي، چې له کورونو څخه د کورنیو تر شړلو وروسته ښځې ډېرې زیانمنې شوې دي او دوی خبرداری ورکوي چې دا د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالي لامل کېدای شي.

یوې مېرمنې له زن ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې نوموړې د خلکو د کورونو د پاکولو په برخه کې کار کوي او د ورځې له یو څخه تر درېیو ډالرو پورې عاید تر لاسه کوي، کور یې د کابل په شمال کې نړول شوی دی او هڅه کوي، چې له طالبانو څخه د خپل کور د نړیدو تاوان واخلي.

خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت د قانون له مخې، نوموړې ته له نارینه پرته د کابل ښاروالۍ ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

په دغه راپور کې له یوې بلې ښځې سره چې په همدغه سیمه کې یې کور د طالبانو له لوري ویجاړ شوی دی خبرې شوې، هغه وايي، اوس د طالبانو د بندیزونو له امله کار نه شي کولای. د خسارې څخه محرومه، د هغې کورنۍ باید یوازې د خپل مېړه چې بوټ ګنډونکی دی په لږ عاید تکیه وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button