لوبې

ګراهام تورپ د ملي لوبډلې مشر روزونکی شو

د افغانستان کرکټ بورډ د انګلستان پخواني لوبغاړي او تکړه توپ وهونکي ګراهام تورپ سره د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه تړون لاسلیک کړ، چې اوس کرکټ بورډ تایید هم کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د انګلستان پخواني توپ وهونکي ګراهام تارپ د افغانستان ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه دنده په غاړه واخیسته. دا انګلستانی لوبغاړی نه یوازې د یادې لوبډلې غوره توپ وهونکی تېر شوی دی، بلکې د دغه لوبډلې سره د روزنې مخینه هم لري.

نور یی ولوله | آسترالیا ۱۶۵۰۰ نورو افغانانو ته پناه ورکوي

بلخوا تېره ورځ ایمل پسرلي ویلي وه، چې ملي لوبډله به راتلونکې میاشت متحده عربي اماراتو ته سفر ولري او هلته به د پاکستاني لوبغاړو عمر ګل او یونس خان تر روزونکې لاندې تمرینات ترسره کړي، خو دوی دواړه به لنډمهالي روزونکي وي.

د ویلو ده چې ګراهام تارپ په ۱۰۰ ټیسټ لوبو کې ۶۷۴۴ منډې کړي، چې ۱۶ سلیزې او ۳۹ پنځوسیزې پکې شاملې دي او په ۸۲ یوه ورځنیو لوبو کې یې ۲۳۸۰ منډې جوړې کړې دي.  

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button