نړیوال خبرونه

آسترالیا ۱۶۵۰۰ نورو افغانانو ته پناه ورکوي

ټاکل شویده د آسترالیا حکومت په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱۶۵۰۰ نور افغانان ومني. ګارډین ویب پاڼې خبر ورکړی چې د آسترالیا پر ائتلافي حکومت له فشارونو وروسته یاد هیواد د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) په زرګونو نورو افغانانو ته د پناه ورکولو په هدف د بودیجې د منظوریدو سره موافقه کړېده.

د آسترالیا حکومت له دې مخکې د خپل عمومي بشري پرورګرام په چوکاټ کې چې په کال کې ۱۳۷۵۰ تنه کدوال مني، له افغانانو سره هم مرسته کوله. د آسترالیا د حکومت دې موقف د کډوالو د چارو د فعالینو او مذهبي ډلو نیوکې راوپارولې او ویې ویل چې آسترالیا مجبوره ده په افغانستان کې په تیرو شلو کلونو کې خپل نظامي حضور ته په کتو، د افغانانو د منلو لپاره ډیر اقدامات وکړي.

له دې فشارونو وروسته د آسترالیا حکومت د سه شنبې په ماښام مارچ ۲۹ اعلان وکړي چې هغوی به په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱۶۵۰۰ نور افغانان ومني چې په کابل کې به ۴۱۲۵ تنه وي. آسترالیایي چارواکو ویلي دي چې دا رقم پر هغو ۱۳۷۵۰ کسانو اضافه دی چې د کلني بشري پروګرام په چوکات کې په مجموع د هغه هیواد له خوا منل کیږي.

ګاډین د آسترالیا د کډوالو وزیر الکس هاواک په حواله ویلي دي چې دا اقدام “په افغانستان کې د آسترالیا د دوو لسیزو فعالیت وروسته زموږ له پایه داره تعهد څخه د مننې په منظور کیږي.” د آسترالیا د پخوانی تعهد له مخې، دې هیواد په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱۵۰۰۰ افغان کډوال منل.

نور یی ولوله | په افغانستان کي د پاکو اوبو کمښت

د ګارډین د راپور له مخې، د آسترالیا حکومت په راتلونکو څلورو کلونو کې د ۱۶۵۰۰ اضافه افغان کډوالو د منلو لپاره ۶۶۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي. په افغانستان کې د تیر کال په اګست میاشت کې د جمهوري دولت تر ړنګیدو او واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د متحدو ایالتونو په ګډون ګن شمیر هیوادونو په زرګونه افغانان وایستل.

دغو هیوادونو اکثریت هغه افغانان ایستل چې د بهرنیو هیوادونو پوځیانو او حکومتونو ته یې کار کړی وو. د امریکایي چارواکو په وینا د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۶ څخه تر ۳۱ پورې د تخلیې د دوو اوونیو په نظامي عملیاتو کې څه دپاسه ۱۲۴ زره کسان له کابل څخه تخلیه شول.

د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې ددغو عملیاتو مشري کوله د تخلیې په پروازونو ۳۷ میلیونه ډالره ولګول.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button